صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه | په کندهار کې د نجونو او مېرمنو لپاره د مطالعې آسانتياوې برابرې شوې دي

په کندهار کې د نجونو او مېرمنو لپاره د مطالعې آسانتياوې برابرې شوې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په کندهار کې د بي بي عايشه (رض) په نوم د نجونو او ښځو لپاره يو ځانګړى لوى او غني کتابتون فعاليت کوي او هره ورځ لسګونه نجونې او مېرمنې د مطالعې لپاره ورځي او د خپلې خوښې کتابونه مطالعه کوي.که څه هم کندهار ولايت يوه دوديزه ټولنه ده او هلته اوس مهال هم د نجونو د زده کړو پر وړاندې ستونزه شته، خو د لومړي ځل لپاره په دې ولايت کې د نجونو لپاره يو ځانګړى کتابتون جوړ شوى. دا په کندهار کې لومړنى کتابتون دي چې يوازې ښځې او نجونې ترې ګټه اخلي او ډېرې مينه والې هم لري.دا کتابتون چې په کندهار کې د يوې مدني فعالې مريم درانۍ له خوا جوړ شوى، په زرګونو ټوکه بېلا بېل کتابونه لري او نجونې يې په خورا مينه مطالعې ته ورځي.

د دې کتابتون مسووله سليمه وايي:  کتابتون ته هره ورځ تر سلو زياتې نجونې د مطالعې لپاره ورځي.

 د سليمې په خبره: د بي بي عايشه (رض) په کتابتون کې شاوخوا پنځه زره بېلابېل کتابونه وجود لري چې ډېره برخه يې ديني، معلوماتي، تاريخي او ساينسي دي: (( هره ورځ شاوخوا سل تنه نجونې دغه کتابتون ته راځي، دوی له مطالعې سره ډېره لېوالتيا لري، کتابونه ګوري او د خپلې خوښې کتاب يې دلته لولي.))د ډېرو په باور هغوی چې ليک او لوست کولای شي او مينه ورسره ولري، پوهېږي چې په ژوند کې د مطالعې کول څومره مهم او اړين دي او يو انسان له يوه ځايه کوم ځای ته رسوي، او همدا راز ګڼ معلومات ترې ترلاسه کوي او د ژوند د بېلا بېلو لارو د زده کولو لپاره مسلکي کتابونه هم خورا اغېزمن دي. د بي بي عايشه (رض) کتابتون د کتابونو لوستونکې هم په همدې باور دي او دوی وايي: د خپلو ديني، ساينسي او تاريخي معلوماتو د زياتولو او دغه راز د ژوند د بېلا بېلو لارو د زده کولو لپاره دغه کتابتون ته راځي، دلته مطالعه کوي او په خپل ژوند کې د مطالعې څرګندې ګټې ګوري. دوی وايي : د کتابتون له آسانتياوو هم خوښې دي.

د دوی په خبره:  دا په کندهار کې يوازينى کتابتون دى چې له هر ډول آسانتياوو برخمن دی او د نجونو لپاره خوندي او د ډاډ وړ فضا لري. دوی پر نورو زده کوونکو نجونو هم غږ وکړ چې دې کتابتون ته راشي او د خپلې خوښې کتابونه ولولي ترڅو يې معلومات زيات شي.

سارا چې په دغه کتابتون کې په مطالعه بوخته وه وويل: ((غواړم له بېلا بېلو کتابونو ګټور معلومات
 ترلاسه کړم.))

ددې کتابتون يوه بله مينه واله او لوستونکې شکريه وايي: د رسمي زده کړو تر څنګ مطالعې ته هم اړتيا ده، ((دلته موږ ته ډېره ښه زمېنه برابره ده، موږ له نورو نجونو هم غوښتنه کوو چې راشي او د بي بي عايشې (رض) په کتابتون کې د مطالعې له لارې خپل معلومات ډېر کړي.)) دغه راز د کندهار اوسېدونکې تقوا  وايی : ((موږ مطالعې ته ډېره اړتيا لرو، ځکه کله چې په کوم مضمون يا لوست کې کورنۍ دنده راکول کېږي، نو موږ بيا مطالعې ته اړتيا لرو او دغه مطالعه له موږ سره مرسته کوي چې خپلې کورنۍ دندې په ښه ډول ترسره کړو، له همدې کبله موږ دې کتابتون ته راځو، تر څو مو معلومات ډېر شي.)) که څه هم په کندهار کې د يوه عامه کتابتون تر څنګ ۱۴۰ نور کتابتونونه هم فعاليت لري، خو يوازې همدا د بي بي عايشه (رض) کتابتون د ښځو لپاره ځانګړى دى او ډېرې نجونې ترې ګټه اخلى                  ساحل

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha