صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه | په غزني کې د مطالعې فرهنګ د دودولو په هدف هڅې پيل شوې دي

په غزني کې د مطالعې فرهنګ د دودولو په هدف هڅې پيل شوې دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

په غزني کې د مطالعې ترويج او مطالعې ته د ځوانانو د تشويق په موخه د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا تېره اوونۍ يو ورځنى کمپاين ترسره او په لړ کې يې د ښوونځيو لسګونه زده کوونکو ته بېلابېل کتابونه په وړيا توګه ووېشل شول.

که څه هم په دې وروستيو کې علمي مرکزونو پراخوالى موندلى او د پخوا په پرتله زده کړو ته لاسرسى خورا اسانه شوى ، خو د مطالعې فرهنګ ورځ تر بلې د شاتګ په حال کې دى.

د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له همدې کبله په دې ولايت کې مطالعې ته د ځوانانو د تشويق په موخه د کتابونو د ټولولو له کمپاين وروسته دا دى مطالعې ته د ځوانانو د تشويق په موخه هم کمپاين وکړ.  دغه کمپاين تېره اوونۍ ترسره شو، چې په لړ کې يې د ښوونځيو زده کوونکو ته د کتابونو د وېشلو تر څنګ د درېيو موټرو په وسيله د لوډسپيکرونو له لارې په ښار کې د مطالعې د ښېګڼو اړوند تبليغات هم خپاره شول.

د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مشر بشير محمدي وايي: له دغه کمپاين څخه يې موخه مطالعې ته د ځوانانو را بلل دي او ډېر ژر به د غزني د مرکز تر څنګ په ولسواليو کې د دې رياست اړوند مجهز کتابتونونه هم فعاله کړي، ترڅو ځوانان وکولاى شي د خپلې خوښې او ضرورت وړ کتابونو ته لاسرسۍ پيدا او د مطالعې فرهنګ وده وکړي.

هغه وويل: (( د مطالعې فرهنګ په غزني کې کمرنګه شوى په دې سره مو وغوښتل دغه اړين فرهنګ بېرته را ژوندى او وده ورکړو. په ولسواليو کې مو عملاً دې برخې ته کار کړى په مقر او خواجه عمري ولسواليو کې مو دا څه موده مخکې کتابتونونه عملاً جوړ او زرګونه ټوکه کتابونه مو د وزارت او فرهنګيانو په مرسته په کې د ولسونو په اختيار کې ورکړي او په نږدې راتلونکي کې به په اندړو او جاغوري ولسواليو کې هم زموږ دوه مجهز کتابتونونه فعاله شي.)) ښاغلي محمدي دغه راز له پانګه والو او فرهنګي فعالانو غوښتنه وکړه څو د کتابتونونو په جوړولو کې ورسره له خپل توان سره سمه مرسته وکړي.

د غزني مرستيال والي محمد عارف واحدي د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا مطالعې ته د ځوانانو د تشويق په موخه کمپاين اړين او غوره ګام وباله او په دې برخه کې يې د فرهنګي فعالانو او ځوانانو د ملاتړ غوښتنه وکړه.(( هيله مې دا ده، چې فرهنګي او مدني فعالان د دغه کمپاين په پراخولو کې مرسته وکړي، څو دغه غږ ټولو لرې پرتو سيمو ته هم ورسېږي.))  هاخوا غزني مېشت ځوانان هم د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دغه هڅه ستايي او ملاتړ يې کوي.
دوى وايي:  حکومت بايد زده کوونکو او محصلينو ته د مجهزو کتابتونونو پر جوړولو اقدام وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha