صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه | ارزګانيان:د هغو پوليسو ملاتړ کوو چې قانون پلى کوي

ارزګانيان:د هغو پوليسو ملاتړ کوو چې قانون پلى کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ارزګانيان:د هغو پوليسو ملاتړ کوو چې قانون پلى کوي

اروزګاني اوسېدونکي وايي هغه مهال د پوليسو ملاتړي دي چې د غير قانوني کړنو په مخنيوي کې مخکښ رول ولوبوي.

د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ اوسېدونکي دغه ښار کې د تورو شيشو لرونکو موټرو او لوړ غږ لرونکو موټرسايکلونو له ډېرو ستونزو سره مخ کړي وه چي اوسمهال يې پوليسو د ستونزو هوارولو ته مخ ور اړولى. امنيتي مسئولين وايي هڅه کوي د خلکو ستونزي هوارې کړي او له خلکو يې بيا غوښتنه دا وه چې له دوي سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي. د اروزګان ولايت د مرکز ترينکوټ اوسېدونکي دغه ښار کې د تورو شيشو لرونکو موټرو او لوړ غږ لرونکو موټرسايکلونو څخه خورا ډېر کړېدل  چې اوسمهال يې پوليسو د مخنيوي هڅې پېل کړې دي. د مرکز ترينکوټ اوسېدونکي وايي د پوليسو له دغه اقدام څخه خوشحاله دي او  وايي که پوليس په ټولييزه توګه د غيرقانوني کړنو په مخنيوي کې هڅې چټکې کړي نو دوى به تر پخوا لا ډېر د افغان ځواک پياوړتيا په موخه ملاتړ وکړي. د ترينکوټ د پوليسو د لومړۍ حوزې آمر دوهم څارن ميرويس وايي د خلکو د پرله پسې غوښتنو له مخې يې د موټرو د تورو فلمونو لرونکو موټرو د هيندارو سپينولو تر څنګ يې د لوړ ږغ لرونکو موټرسايکلونو په ګرځېدو هم بنديز لګولى دى. د ميرويس په وينا په ښار کي يې امنيتي کمربندونه زيات کړي او ټول هغه کسان به د قانون منګولو ته وسپاري چې د دولت له اصولو سرغړونه کوي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha