صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه | د پکتيا د جاني خېل د ساتنې لپاره د اضافي ځواک غوښتنه شوې

د پکتيا د جاني خېل د ساتنې لپاره د اضافي ځواک غوښتنه شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د پکتيا د جاني خېل د ساتنې لپاره د اضافي ځواک غوښتنه شوې

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، که ځواکونه او وسلې ور ونه رسېږي ممکن د دغه ولايت جاني خېل ولسوالي بيا د طالبانو لاس ته ورشي.

د پکتيا امنيه قوماندان توريالي عبدياني پرون /دوشنبه/ وويل، په جاني خېل ولسوالۍ کې د امنيتي خطرونو له کبله نورو ځواکونو ته اړتيا ده.ده په عين حال کې خبرداری ورکړ چې که نور امنيتي ځواکونه جاني خېلو ته ونه لېږل شي، ښايي طالبان دا ولسوالي بيا ونيسي.د سرحدي پوليسو قوماندان اسدالله شېرزاد هم وويل چې جاني خېل ولسوالي له طالبانو سره د مقابلې لپاره د پوليسو لوی تشکيل ته اړتيا لري.دوې اوونۍ وړاندې طالبانو دا ولسوالي ونيوله او څو ورځې د طالبانو په لاس کې وه.افغان امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د جاني خېلو د بېرته نيولو په عملياتو کې يې شاوخوا سلو طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله.

تېر کال هم طالبانو جاني خېل ولسوالي نيولې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha