صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه | په لغمان کې۳۰۰ - كورنۍ به له پاكو اوبو څخه برخمنې شي

په لغمان کې۳۰۰ - كورنۍ به له پاكو اوبو څخه برخمنې شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په لغمان کې۳۰۰ - كورنۍ به له پاكو اوبو څخه برخمنې شي

د لغمان مرکزمهترلام پورې اړوند د قرارګاه د کلي د سولر د اوبو رسولو شبکې د پروژې قرارداد د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس انجنير امان الله مېاخيل له لوري د يادې سيمې د سيمه ييزې شورا سره لاسليک شو.

د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس پر وينا دغه پروژه د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت  د درې مېليونو ١٩٢ زره افغانيو په مالي لګښت چې په سلوکې لس ونډه په کې د سيمې اوسېدونکو په غاړه ده، چارې به يې د څلورو مياشتو په موده کې ترسره شي، چې په جوړېدو سره به يې (۳۰۰) کورنۍ د پاکو اوبو له استعمال څخه برخمنې شي. نوموړي په خپلو خبروکې وويل چې دغه پروژه د سيمې د اوسېدونکو له لوري انتخاب شوې او مصرف يې هم د اړوندې سيمې د سيمه ييزې شورا له لوري ترسره کېږي.ياده دې وي چې دا مهال په مهترلام بابا زيارت کې هم د  ورته پروژې چارې روانې دي چې په نږدې راتلوونکې کې به يې چارې پاى ته ورسېږي او زيارت کوونکو ته به د څښاک اوبه برابرې شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha