صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه | په پکتيا کې د دهقان دودېزه ميله جوړه شوه

په پکتيا کې د دهقان دودېزه ميله جوړه شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په پکتيا  کې د دهقان دودېزه ميله جوړه شوه

په دغه ميله کې کروندګرو ، باغدارانو او مالدارانو ډول ډول ګلان ، کرنيز توکي ، مېوې ، تاريخي قيمتي ډبرې او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې کړل .

د ولايتي شورا غړي محمد الرحمان قادري وويل ، چې د پکتيا مڼې ،جنغوزي او چارمغز ښه حاصلات لري ، خو بازار نه لري ،خو که دولت يادو حاصلاتو ته بازار موندنه وکړي ډېر سوداګر چمتو دي ، چې په اړوندو برخو کې پانګونه وکړي . د سوداګرۍ او صنايعو خونې رييس ډاکټر ناصر عالميار وويل ،چې تېر کال يې په زرګونه ټنه مڼې، انګور ، جنغوزي او چارمغز بهرنيو هېوادونو ته لېږدولي او په ترڅ کې يې بڼوالو ښه عوايد ترلاسه کړي دي . د سېمې يوه بزګر نور احمد له دولت نه غوښتنه وکړه ، چې سږ کال بزګرانو ته تخمونه په خپل وخت ورکړي ، چې حاصلات يې ښه نتيجه ورکړي . نوموړي زياته کړه ، چې په تېرو کالو کې بزګرانو ته تخمونه په خپل وخت نه دي وېشل شوي او له امله يې ورته زيات زيانونه ور اوښتي دي . د پکتيا والي زلمي ويسا ډاډ ورکړ چې سږ کال به د پکتيا بزګرانو ته د غنمو ، زعفرانو ، سويابينو او نورو ډول ډول کرنيزو توکو تخمونه په خپل وخت ووېشل شي او د بزګرانو شته ستونزې به اوارې کړي .

 نوموړي زياته کړه ، چې د کرنې او دفاع وزارتونو ترمنځ د مڼو تړون شوی او په دې سره به د پکتيا مڼې ښه بازار پيدا کړي . د پکتيا والي له ټولو هېوادوالو وغوښتل ، چې د نېشه يي توکو پر ځای دې د غنمو او زعفرانو کښت وکړي ، چې حلاله ګټه وکړي . په پکتيا کې په داسې مهال د دهقان مېله جوړېږي ، چې په دغه ولايت کې له څلور زرو ډېر د مېوو باغونه جوړ شوي او پنځه ويشت شرکتونه په کې ډول ډول توکي توليدوي . سوداګر وايي ، که هېوادوال د بهرنيو توکو پر ځای افغاني توکي وکاروي ، نو سوداګر به په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او د پکتيا توليداتو ته به لا پراختيا ورکړي .

 

بخت الله ثاقب پكتيا

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha