صفحه اصلی | hiwad | ولایتونه | په پكتيكا كې د ملي پيوستون د ساتنې او څارنې پروگرام پيل شو

په پكتيكا كې د ملي پيوستون د ساتنې او څارنې پروگرام پيل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font

د پکتيکا ولايت په مټاخان ولسوالۍ کې د شاوخوا نهو ميليونو افغانيو په ارزښت د ملي پيوستون د ساتنې او څارنې پروګرام پيل شو.

 د دغو رغنيزو پروژو له جملې څخه يوشمېر يې په دې ورستيو وختو کې پرانيستل شوې چې په سلګونو خلکو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.د مټا خان ولسوال شايسته خان وايي: ((د دغو پروژو لپاره نهه مېليونه اووه سوه پنځه پنځوس زره درې سوه پنځوس افغانۍ ځانگړې شوي، چې د ملي پيوستون د ساتنې او څارنې د پروګرام له خوا ورکول کيږي چې اووه ويشت کليوالي شوراګانې به ترېنه ګټه واخلي.

 دي وايي: په دې سره به يوې خوا وزګارو خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا به هغه ستونزې چې د دې سيمې وګړي ورسره لاس او ګريوان دي يو څه راکمې شي)).

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha