صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د جمهور رييس غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلى سر قوماندانۍ غونډه جوړه شوه

د جمهور رييس غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلى سر قوماندانۍ غونډه جوړه شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جمهور رييس غني په مشرۍ د وسله والو ځواکونو د اعلى سر قوماندانۍ غونډه جوړه شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازيګر د وسله‌والو ځواکونو د اعلى سرقومندانۍغونډه په ګلخانې مانۍ کې جوړه شوه.

 د غونډې په پيل کې د هېواد د امنيتي او دفاعي ارګانونو مسوولينو لومړي فراه ولايت ته د خپل سفر  راپور وړاندې کړ.دغه راز يادو مسوولينو د فارياب، بغلان، جوزجان، کندز، بدخشان، پکتيا، پکتيکا، غزني، ارزګان، زابل، هلمند، فراه، غور، بلخ او بادغيس ولايتونو د امنيتي وضعيت او پلانونو په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.جمهوررييس د يادو معلوماتو له اورېدو وروسته په پورته ذکر شويو ولايتونو کې د امنيتي  وضعيت د ښه والي او د دښمن د تحرکاتو د دفع او ځپلو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.په همدې ترتيب د وسلهوال پوځ د اعلى سرقومندانۍ په غونډه کې په جوزجان او د هېواد په نورو شمالي ولايتونو کې د وروستيو سېلابونو له زيانمنو شويو سره د بېړنيو مرستو په اړه هم خبرې وشوې او څرګنده شوه چې له زيانمو  شويو کورنيو سره بېړنۍ مرستې وشي او زر تنه يې د ملي دفاع وزارت په هليکوپترونو کې مناسبو ځايونو ته لېږدول شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha