صفحه اصلی | hiwad | سیاست | زموږ اساسي تعهد دا دی چې په ادارو کې نسلي بدلون رامنځته کړو

زموږ اساسي تعهد دا دی چې په ادارو کې نسلي بدلون رامنځته کړو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
زموږ اساسي تعهد دا دی چې په ادارو کې نسلي بدلون رامنځته کړو

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون سهار د جمهوري رياست د چارو ادارې د نوي رييس د معرفي کېدو په مراسموکې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو ګډون او وينا وکړه.

په دغو مراسمو کې د جمهوررييس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د جمهوري رياست د چارو ادارې د نوي رييس په توګه د سيد عبدالوحيد قتالي د مقررۍ په اړه د جمهوررييس فرمان ولوست، چې نوموړي ته په کې د لا برياليتوبونو هيله شوې وه.د هېواد جمهوررييس لومړی د ټولو وروستيو تروريستي پېښو په ځانګړي ډول د جلال اباد ښار د پېښې د شهيدانو روح ته دعا وکړه او ټينګار يې وکړ چې دغه پېښه به په هراړخيزه توګه وڅېړل شي او عاملين به يې مجازات شي.جمهوررييس غني د چارو ادارې نوي رييس ته د نوي مسووليت مبارکي وويله او زياته يې کړه: په دغې دنده کې دسيد عبدالووحيد قتالي د ټاکلو عمده لامل دا دی چې هغه مسوول وګړی دی او په هرات ښاروالۍ کې يې د خپل تېر ماموريت په دوره کې په تعهد او سالم مديريت سره د همکارۍ مناسبه فضا رامنځته کړه.جمهوررييس غني د جمهوري رياست د  چارو په اداره کې د بنسټيزو اصلاحاتو د راوړلو په خاطر د جمهوري رياست د عالي مقام ددفتر له عمومي رييس عبدالسلام رحيمي  څخه قدرداني وکړه. ده د جمهوري رياست د  چارو په اداره کې د ښاغلي رحيمي ماموريت وستايه او د هېواد د چارو ادارې د ښه والي په برخه کې يې د نوموړي  نه ستړې کېدونکې هڅې او اقدامات د قدر وړ وبلل.جمهور رييس زياته کړه: اوس د جمهوري رياست د چارو د ادارې نقش بدل شوی او همداراز د جمهوري رياست نقش له فرد محور څخه پر بنسټ محور بدل شوی او دغه بنسټ پر جمهوررييس متکي نه دی. ارګ د افغانستان په هېڅ برخې پورې مربوط نه دی، بلکې د هېواد په  فرد فرد پورې اړه لري او بايد ځواب ويونکی او مسوول وي جمهوررييس څرګنده کړه، عالي شوراګانې، مشورې او د وضعيت ارزول د جمهوري رياست د ارګ کاري لومړيتوبونه دي او د عالي مقام د دفتر عمومي رييس عبدالسلام رحيمي د دغو ټولو موضوعاتو په رامنځته کېدو کې اساسي ونډه لري. ده زياته کړه:  د جمهوري رياست په  بنسټ کې د افغانستان د پرمختګ طرحې، د ملي يووالي ټينګښت او ژورې اړيکې جوړې او د اجماع له لارې اجرا کېږي.همداراز جمهوررييس محمداشرف غني  د جمهوري رياست د چارو ادارې له مخکېني رييس، داوود نورزي څخه په دغې اداره کې د اصلاحاتو د بهير د دوام له امله مننه وکړه او  د نوموړي د کاري پروګرامونود موثر ګڼلو ترڅنګ يې، له ده څخه په ياده اداره کې د کاري سيسټمونواو د منظمې ټکنالوژۍ د رامنځته کېدو او د متخصصو کادرونو د جذب له امله قدرداني وکړه جمهوررييس دې ته په اشارې چې نن په ځوانانو پورې اړه لري وويل: زموږ اساسي تعهد دا دی چې په ادارو کې نسلي بدلون رامنځته کړو، ځکه دغه نسل د افغانستان د هوساينې او ثبات مسووليت لري.د هېواد جمهوررييس د تېر نسل په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو د جهاد د دورې له هڅو چې د راتلونکي نسل لپاره يې د خدمت شرايط برابر کړي، مننه وکړه.ورپسې د جمهوري رياست د چارو د ادارې مخکېني رييس داوود نورزي خبرې وکړې او د ادارو د ځوانولو په برخه کې يې د جمهوررييس له تعهد څخه مننه وکړه وې ويل:  په ډېرو ادارو کې په لوړو سطحو کې ځوانان مقرر شوي چې د چارو ادارې د عمومي رييس په توګه د ښاغلي قتالي مقرري بل ګام دی.نورزي زياته کړه: په دغه حکومت کې ځوانان د واسطې پر بنسټ نه، بلکې د علم او تجربې په اساس مقرر شوي دي. ده د چارو ادارې نوي رييس ته د مبارکۍ ترڅنګ ژمنه وکړه چې د دې ادارې له نوي رييس سره به همکاري کړي.وروسته د جمهوري رياست د چارو ادارې نوي رييس د جمهوررييس له لوري پر ځوان نسل د ښه باور او ځوانانو ته په لوړه کچه د کاري فرصتونو د برابرولو له امله قدرداني وکړه. ده ډاډ ورکړ چې د جمهوررييس د ليدلوري په اساس به ورسپارل شوې چارې مخته بوزي.د چارو ادارې عمومي رييس وويل:په ۲۰۱۴ کال کې خلکو داسې تصور کاوه چې د افغانستان دوام له ګواښ سره مخ کېږي، خو له ټولو ستونزو سره سره، تاسې د دي لامل شوئ چې په دغه هېواد کې سياسي، مدني ژوند، ولسواکي او ښه حکومتوالي دوام پيدا کړي او دا به تاريخ هېر نه کړي.قتالي ډاډ ورکړ، چې له رامنځته شويو فرصتونو څخه په استفادې سره  به په جدي اراده، او په قوي او صادقانه ډول کار وکړي، چې ټول خلک خپل ځانونه د حکومت په هېنداره کې وويني. ده ټينګار وکړ: تور زړو ته به د دې اجازه ورنه کړو چې ستاسې ليدلوری او د لارې نقشه چې  د افغانستان د ثبات او هوساينې لپاره ملي او سراسري فضا ده، وننګوي.د جمهوري رياست د چارو د ادارې نوي رييس وويل: د جمهوررييس ليدلوری او پر ځوان نسل دده باور موږ ته لازياته انګېزه راکوي چې تل د مبارزې او سياست په ډګر کې حضور ولرو او د خپلو خلکو خدمت وکړو.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha