صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د فراه جګړه د اوبو پرسر جګړه ده

د فراه جګړه د اوبو پرسر جګړه ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د فراه جګړه د اوبو پرسر جګړه ده

پر فراه ښار د وسله والو طالبانو بريدونو د جګپوړو افغان امنيتي چارواکو او د ناټو د پرېکنده ماموريت د قومندان جنرال جان نيکولسن پښې دغه ولايت ته وڅکولې.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د افغانستان دملي فاع وزير طارق شاه بهرامي، د ملي امنيت مشر محمد معصوم ستانکزي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، د بهرنيو ځواکونو د پرېکنده ماموريت مشر جنرال آن نيکولسن، د فراه والي او ځينې نور امنيتي چارواکي ورغلي وو.په پيل کې د افغانستان دفاع وزير طارق شاه بهرامي د فراه لانجه ( د اوبو پرسر شخړه) وبلله او په نامستقيم ډول يې د فراه د وروستيو بريدونو ترشا د ايران لاسونه وبلل.

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د فراه پر ښار بريدونه وکړل او د ښار ځينې برخې يې د لنډې مودې لپاره ونيولې.ښاغلي بهرامي وويل: د سلما بند له جوړېدو وروسته او د بخش آباد بند د کار په لومړي پړاو کې افغان حکومت له يوه نوي ( دښمن) سره مخامخ شو : (( د ملي دفاع وزير وويل، د فراه جګړه مطلقاً د اوبو پرسر جګړه ده. کله چې د سلما بند جوړ شو او د بخش اباد پر بند لومړني کارونه پيل شول، موږ د يو ګاونډي هېواد له دښمنۍ سره مخامخ شوو. خو دا زموږ  قانوني حق دي چې خپلې اوبه مهار کړو او له خپلو سرچينو ګټه واخلو.))دملي د فاع وزير وويل: دا مهال د افغانستان په ۱۵ ولايتونو کې درنې جګړې روانې دي چې امنيتي ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.ښاغلي بهرامي وويل: د پرېکنده ماموريت قوماندان جنرال نيکولسن ژمنه ورسره وکړه، چې تر راتلونکې جون او جولاي مياشتو پورې به افغانستان ته ۵۰ نورې نوې بلک هاک الوتکې ورکړل شي.د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک وويل: د فراه ولايت امنيت ته يې پام ډېر دي، د پوليسو په ليکو کې يې هلته بدلونونه راوستلي دي.ده وويل: هغو امنيتي ځواکونو ته به سزا ورکړل شي، چې د فراه د جګړو پرمهال يې وظيفوي غفلت کړي او پرې ثابت شوي دي.د ملي امنيت مشر محمد معصوم ستانکزي وويل: تر ۲۰۱۴ م کال پورې انګېرنه دا وه چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به جګړه ختمه شي، خو داسې ونه شول، له فراه او نورو سيمو بهرني ځواکونه ووتل، خو جګړه ختمه نه شوه: (( دا د ګټو جګړه ده، دا له محمود سره د احمد جګړه نه ده، دا د هغې لويې جګړې يوه برخه ده چې افغانستان يې تل قرباني شوي. موږ بايد د خپلو هېوادنيو ګټو دفاع وکړو. که تمه دا وي چې دا جګړه د عسکرو، توپونو او الوتکو پر مټ مهارېږي، دا ناممکنه ده.))د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جنرال جان نيکولسن غونډې ته وويل: د روژې په مياشت کې دښمن د سيمې د ځينو ګاونډيو هېوادونو په ملاتړ د روژې په پيل کې پر تاسو بريد وکړ.که څه هم نوموړي د کوم هېواد نوم وانخيست، خو فراه له ايران سره اوږده پوله لري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha