صفحه اصلی | hiwad | سیاست | افغان ملت بايد په ټاكنو كې د ګډون لپاره نوم ليكنه وكړي

افغان ملت بايد په ټاكنو كې د ګډون لپاره نوم ليكنه وكړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
افغان ملت بايد په ټاكنو كې د ګډون لپاره نوم ليكنه وكړي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي: سږکال به خامخا د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو لپاره او بل کال به ولسمشريزې ټاکنې وشي.ولسمشر غني وويل : ((د ۱۳۹۸ل کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه زما دنده ختمېږي او دا د دې څرګندونه کوي، چې له مياشتو وروسته وه، هغه مطرح نه ده، اساسي قانون مطرح دى او اساسي قانون بايد اول پر ما تطبيق شي.))

ولسمشر غني پرون د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د افغان ښځو پنځم نړيوال سمپوزيم ته په وينا کې د افغانستان له خلکو وغوښتل، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي. ولسمشر غني، په کابل او خوست ولايتونو کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې په مرکزونو د وسله والو مخالفانو بريدونو ته په اشارې وويل: دا بريدونه د افغانستان پر خپلواکۍ، ولسواکۍ او آزادۍ بريدونه دي او زياته يې کړه، چې د افغانانو دښمنان غواړي، د دغو بريدونو په واسطه په هېواد کې د تېرو څلوېښت کلونو بې ثباتي دوام ومومي.ولسمشر غني وويل : ((پر يو خاص قشر يا ډلې نه، بلكې دا حملې زموږ پر ټولو ملي او اسلامي ارزښتونو تېرى دى او دا حملې د دښمن د شوم نيت نښه ده، ځکه غواړي، زموږ د هېواد د څلوېښتو کالو بې ثباتي دوامداره وساتي، په دې کې شک او شبه مه لرئ، چې د افغانستان دښمنان د افغانستان د ثبات، پراختيا او ګټې دښمنان دي، دوى له يو خاص افغان سره جګړه نه لري، بلكې دوى له افغان ولس سره جګړه لري.))ولسمشر غني، چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د الکټرونيکي تذکرو د وېشلو د بهير د پيل پر وړاندې د ځينو سياسي ډلو او چارواکو له دريځونو وروسته يې وينا کوله پرته له دې، چې د چا نوم واخلي، وويل، چې د افغانستان اساسي قانون د هېواد د ټولو اتباعو ازادۍ او حقوق خوندي کړي دي،خو هغه وويل، چې ځينې له قانوني ازادۍ څخه د نورو پر خلاف کار اخلي.ولسمشر غني وويل : (( زموږ په فرهنګ کې د ژبې زخم باندې پوهېږئ، کله چې توهين او تحقير کوئ او کله، چې حقيقت سرچپه کوئ، کله چې په زرګونو تورونه لګوئ دا ازادي نه ده،بلكې له ازادۍ څخه ناوړه ګټه اخيستنه ده. ))ولسمشر غني وويل، چې دى خو حوصله لري، چې د نورو په زرګونو ښکنځلې په حوصله بې ځوابه پرېږدي، خو هغه وويل: سياسي اخلاق دا نه ايجابوي، چې نور له منفي آزادۍ ګټه واخلي.ولسمشر غني وويل:(( خپله ژبه هم کلا ده هم بلا)) او دى نه غواړي، چې خپله ژبه په بلا بدله کړي، ځکه چې افغانستان له کافي بلاګانو سره مخ دى.ولسمشر غني وويل: د افغانانو ترمنځ يووالى به د دې سبب وګرځي، چې سياسي ټيکه دارۍ پاى ته ورسېږي.ښاغلي غني وويل : ((  زه د دروازې ساتونکي نه لرم، تاسو د دروازې ساتونکي مه پرېږدئ، د تړلو دروازو د رامنځ ته کېدلو مخه ونيسئ، ارګ پرانيستى دى، تاسو يې نور هم پرانيستي حالت ته بوځئ.))ولسمشر غني وويل: دې ته اړتيا نشته، چې ارګ پرانيستى وي، بلکې دې ته اړتيا ده، چې ټول دولت پرانيستى وي او ټولنه يو د بل پر وړاندې پرانيستې وي.ولسمشر غني د ښځو د حقونو په اړه هم وغږيد او د راروانو ټاکنو لپاره د نوم ليکنې په روان بهير کې يې د ښځو پر کمې ونډې ناخوښي وښوده.دې غونډې ته لومړۍ مېرمنې هم لنډه وينا وکړه او له بېلابېلو ولايتونو څخه په دغه سمپوزيم کې د ښځو ګډون يې د ښځو د استازو ترمنځ د نظرياتو د تبادلې لپاره مهم وګاڼه.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha