صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني د سعودي د نوي سفير باورليك ومانه

جمهور رييس غني د سعودي د نوي سفير باورليك ومانه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د سعودي د نوي سفير باورليك ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د ىو لړ تشرىفاتي مراسمو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان د نوي سفىر جسىم محمد الخالدي باور لىک ومانه.

د باورلىک له وړاندې کولو وروسته چې د ارگ په دلکشا ماڼۍ کې يې په اړه غونډه نيول شوې وه ،دواړو لورو د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د هر اړخىزو اړىکو د پىاوړتىا او پراختىا او د افغان کارىګرو لپاره د کارد وىزې    په اړه بحث او خبرې وکړې.د افغانستان جمهوررييس ښاغلي جسىم محمد الخالدي ته د نوي دندې د مبارکۍ وىلو ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سعودي عربستان د همکارىو قدرداني وکړه او  په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارىو  پر پراختىااو همداراز له افراطىت سره پر مبارزې  ټىنګار وکړ.د سعودي عربستان نوي سفىر ژمنه وکړه چې د خپل مامورىت په موده کې به له افغانستان سره د خپل هېواد د ښو مناسباتو د لا پراختىا په برخه کې هڅې وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha