صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د څارنوالۍ او قضائيه قوې استقلاليت د عدالت د تامين لپاره مهم اصل دی

د څارنوالۍ او قضائيه قوې استقلاليت د عدالت د تامين لپاره مهم اصل دی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د څارنوالۍ او قضائيه قوې استقلاليت د عدالت د تامين لپاره مهم اصل دی

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني پرون ماسپښين د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې ((له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي په ملي کنفرانس)) کې ګډون او وينا وکړه.

دغه ملي کنفرانس چې د لوی څارنوالۍ په نوښت جوړ شوي وو، د هېواد د لومړۍ مېرمن په شمول يو شمېر لوړو پوړو دولتي چارواکو او څارنوالانو هم ګډون کړي وو، په پيل کې د افغانستان لوی څارنوال محمدفريد حميدي د دغه کنفرانس د جوړېدو او پايلو په اړه معلومات وړاندې کړل، له جمهوررييس او د هېواد له لومړۍ مېرمن څخه يې د ملاتړ له امله مننه وکړه.لوی څارنوال محمد فريد حميدي وويل: عدالت ته لاسرسي مهم دی، ځکه زموږ  زيات تمرکز به په ناامنو ولسواليو کې د عدالت پر تامين وي. هغه هيله وښوده چې د دغو ۲۴۲ نويو ګومارل شويو څارنوالانو چې ۹۳ په کې ښځې دي د  خپل کار له پيلولو سره به عدالت ته د ښځو لاسرسي زيات شي.لوی څارنوال وويل: پخوا د څارنوالانو د ستاژ او عملي زده کړو دوره يوازې تر کابله محدوده وه، خو اوس دغو څارنوالانو دوه مياشتې کابل او شپږ مياشتې په خپلو ولايتونو کې دا دوره بشپړه کړه او دا يې يوه لويه لاسته راوړنه وبلله.هغه وويل: د دغو څارنوالانو په ګومارنې سره به په ۱۷ولسواليو کې چې تر دې مهاله په کې څارنوالۍ فعالې نه وې، فعالې شي او په نږدې راتلونکې کې به په پنځوسو نورو ولسواليو کې دې ته ورته څارنوالۍ فعالې او په مجموع کې به په ۲۹ولايتونو کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي څارنوالۍ فعالې شي.ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني، په پيل کې نويو ګومارل شويو څارنوالانو په ځانګړې ډول ۹۳ ښځينه څارنوالانو ته، مبارکي ورکړه او  وې ويل: تاسې ښځې او نارينه څارنوالان هغه څوک ياست چې د ګډ ليدلوري په درلودلو سره به د هر ډول تاوتريخوالي په مقابل کې درېږئ.جمهوررييس غني د عدالت، د قانون حاکميت او شفافيت د تامين په برخه کې د لوی څارنوال له هلوځلو مننه وکړه او وې ويل: د لوی څارنوالۍ او قضايه قوې استقلال ډېر مهم دي، نن تاسې ته مهمه تحفه درکول شوه او هغه قران شريف دي چې زه هر وخت ورته مراجعه کوم، ځکه خو دښمنان زما اراده نه شي ماتولي، دغسې بايد ستاسو اراده هم استواره ويجمهوررييس زياته کړه: تاسې يوازې د څارنوالۍ مامورين نه ياست بلکې تاسې د شريعت او عدالت پلي کوونکي ياست، اساس عدالت دي که عدالت نه وي د کايناتو نظم ماتېږي ، ځکه د څارنوالۍ استقلال د امنيت او ثبات لپاره مهم اصل دی او کله چې عدالت تامين شي جنګ څنډې ته کېږي.جمهوررييس په ټولنه کې د ښځو نقش ته په اشارې هغوی ته په خطاب کې وويل: موږ څلوېښت کاله ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل، خو تاسې بايد دا حالت بېرته په څلورو کلونو کې جبران کړئ، افغان ښځې د نوي افغانستان استازې دي چې په اسلامي او ملي ارزښتونو سمبالې دي. هغه زياته کړه: تاسې له جنګه ثبات او له تاوتريخوالي سولې ته د انتقال نسل ياست.جمهوررييس  نويو ګومارل شويو څارنوالانو ته په خطاب کې وويل: زما پيغام ولس ته ورسوئ چې ټاکنې کېدونکي دي او په کې پراخ ګډون وکړئ. هغه د قانون د حاکميت په برخه کې د يو نوي بحث د ايجاد پر اړتيا ټينګار وکړ او د قانون د حاکميت لپاره يې ټاکنې لازمي وبللې.جمهوررييس محمداشرف غني زياته کړه: که اقتدار د ولس په خوښه نه وي او اصلاحات له پاسه پيل نه شي او چارواکي د قانون څخه ځانونه پورته وګڼي دولت خپل مشروعيت
 له لاسه ورکوي
.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha