صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د افغانستان د علماووشورا :خلک دې د ټاكنو لپاره د نوم لىکنې په بهىر کې ګډون وکړي

د افغانستان د علماووشورا :خلک دې د ټاكنو لپاره د نوم لىکنې په بهىر کې ګډون وکړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان د علماووشورا :خلک دې د ټاكنو لپاره د نوم لىکنې په بهىر کې ګډون وکړي

د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا رييس او غړو د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني سره په کتنه کې د ترورىستي پېښو د غندنې تر څنګ له خلکو وغوښتل چې د راىه ورکوونکو د نوم لىکنې په بهىر کې ګډون وکړي.

دغه کتنه چې پرون له غرمې مخکې د ارګ په چهار چنار ماڼۍ کې وشوه د علماوو د سرتاسري شورا په استازىتوب  مولوي قاضي سلىمان حامد په کې د دغې شورا پرېکړه لىک ولوست.په پرېکړه لىک کې څرګنده شوې ده چې د علماوو سرتاسري شورا په کابل او د هېواد په نورو ولاىتونو کې د دښمنانو له خوا شوي ځانمرګي او انفجاري برىدونه چې د خبرىالانو په شمول زموږ د وطنوالو د شهادت لامل شول، غندي او دا د اسلامي او انساني موازىنو خلاف بولي.همدارنګه زىاتوه شوې ده چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د خندق په نامه عملىات پيل کړي دي، په داسې حال کې چې د اسلام د ستر پىغمبر(ص) په زمانه کې د خندق غزوه له مشرکىنو سره کېده. د افغانستان دښمنان اوس د خندق په نوم د سپين ږىرو، ښځو، ځوانانو او ماشومانو په شمول د عامو مسلمانانو قتل عام ته لاره  جوړوي په داسې حال کې چې دا د اسلام د مقدس دىن له دستورونو خلاف عمل دىد علماوو سرتاسري شورا په خپله له حکومت غواړي چې د مکافاتو او مجازاتو شرعي اصل ته په کتو دې له فساد سره جدي او اغىزناکه مبارزه پيل کړي.دغې شورا ټاکنې د اسلام د سپىڅلي دىن له احکامو سره سمې وبللې او د ىو مسلمان، متدىن، ژمن او زړه خوږي انسان ټاکنه ىې ىو ستره دىني وجىبه او امانت وباله.ورپسې جمهوررييس محمداشرف غني د هېواد د علماوو د سرتاسري شورا رييس او غړو ته ښه راغلاست وواىه او د اعلامىې د صادرولو په خاطر ىې ور څخه هر کلى او مننه وکړه.هغه علماوو ته په خطاب کې ووىل: هر ځل چې له تاسې سره ملاقات کوم وطن او خلکو ته مې د خدمت اراده لا پياوړې کېږي او ستاسې لارښوونې راته ىو اصل دى او تاسې زموږ وىاړ ىاست.د هېواد جمهوررييس ووىل، د بىت المال ساتنه خورا مهمه ده او حکومت له فساد سره په مبارزه کې کارونه کړي دي او دا بهىر به دوام ولري. هغه ټىنګار وکړ چې فساد سره مبارزه اوږدمهاله بهىر دى او د ټولو همکارۍ ته په کې اړتىا ده.هغه زىاته کړه، فساد له موږ څخه د ماشوم، کونډې، شهىد او مظلوم حق اخىستى دى او د ټولنې د کمزوري قشر حقوق باىد رعاىت شي او برعکس دې په هېواد کې د زورواکۍ فرهنګ ختم شي.جمهوررييس په ټىنګار سره ووىل، د زور او اقتدار په منځ کې باىد فرق وشي او زموږ ژمنه داده چې د عدالت تر پلي کولو به زور سره مقابله کوو چې زموږ ټولنه د افغانستان د سىاسي قشر قرباني نه شي.جمهوررييس ىو ځل بىا د انتحاري برىدونو په ناروا ګڼلو، فساد سره مبارزه او ټاکنو کې د خلکو د ګډون په برخه کې د هېواد د علماوو درىځ وستاىه او زىاته ىې کړه، موږ نړىوالو ته په سرلوړۍ واىو چې دغه برخه کې مو علما سرتاسري اجماع ته رسىدلي دي.جمهوررييس څرګنده کړه، حکومت له فساد سره د جدي مبارزې او د ټاکنو د کېدو په برخه کې کلک هوډ او ژمنه لري او هىله ىې څرګده ده ،  چې د اندونىزىا د سولې په کنفرانس او نورو اسلامي غونډو کې د هېواد د علماوو موقف ښې لاسته راوړنې ولري.د دغې کتنې په پاى کې د هېواد جمهوررييس او د هېواد علماوو د جمعې لمونځ اداا او په افغانستان کې ىې د سرتاسري سولې د ټىنګښت په خاطر دعا وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha