صفحه اصلی | hiwad | سیاست | اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله : حکومت کسبګرو ته د مناسبو شرايطو د برابرولو قوي اراده لري

اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله : حکومت کسبګرو ته د مناسبو شرايطو د برابرولو قوي اراده لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله : حکومت  کسبګرو ته د مناسبو شرايطو  د برابرولو قوي اراده لري

اجراييه رييس ډاكتر عبدالله عبدالله پرون له غرمې مخکې دکسبګرو دملي اتحاديې له غړو سره وکتل .

 داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  په دې کتنه کې  دکسبګرو داتحاديې  دمشرتابه هيئت  خپلې ستونزې او چلنجونه  دهېواد  له اجراييه رييس سره طرحه کړل  . دوى وويل  دمشخصو بازارونو نشتوالى ، يو شان  دقانون  نه تطبيقيدل ، دنويو مالياتو  وضع کول ، دنويو قوانينو په لومړنى  طرحه اوبرابرولو کې  دهغوى دنظريو نه اخيستل ،  دصادراتو په برخه کې ستونزې او دلازم امنيت نشتوالى  دکسبګرو دبېلابېلو برخو  جدي ستونزې دي .  دوى  له اجراييه رييس څخه وغوښتل چې په دغو برخو کې پاملرنه وکړي  او ددوى ستونزې  لرې کړي .   ډاکتر عبدالله عبدالله دکسبګرو دفعاليتونو له امله  په قدرداني سره وويل : حکومت  کسبګرو ته  داسانتياوو او دمناسبو شرايطو دبرابرولو قوي اراده لري  او هيڅ  راز فرصت به  له لاسه ورنه کړي .   اجراييه رييس زياته کړه :کسبګر دټولنې يوه مهمه برخه ده ستاسو هلې ځلې هېوادوالو ته  دزياتو کاري فرصتونو  زمينه برابروي . له همدې امله له نږدې څخه په ګډه  ددغو چلنجونو  دحل کولو په لاره کې  هڅه او هاندکوو .

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha