صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د مجاهد كلمه ټول افغان ولس ته مربوطېږي

د مجاهد كلمه ټول افغان ولس ته مربوطېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مجاهد كلمه ټول افغان ولس ته مربوطېږي

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د افغانانو د جهاد د برىالىتوب د ۲۶کالىزې په مراسمو کې چې د ارګ په سلام خانې ماڼۍ کې جوړ شوي و، ګډون او وىنا وکړه.

جمهور رييس غني د پخواني شوروي اتحاد او د وخت رژىم پر وړاندې د افغانانو جهاد ستره ملي حماسه وبلله چې د ۱۳۵۷کال د غويي له اوومې پيل او د ۱۳۷۱کال د غويي تر اتمې ىې دوام درلود، د هغه په وىنا کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان ىرغل وکړ، په هغه وخت کې هىڅ رېښتني تحلىلګر فکر نه شواى کولاى چې دا حماسه به برىالۍ شي، خو دا تارىخي حماسه زموږ د خلکو له کلکې عقىدې او د پخوانىو مشرانو له کارنامو څخه په الهام اخېستو برىالۍ شوه او نړۍ ىې بدله کړه.د هېواد جمهور رييس ووىل، د شوروي په ضد جهاد کې د هېواد  هر قشر، هرې سىمې او هر قوم برخه درلوده او دا تارىخي حماسه باىد راتلونکو نسلونو ته انتقال کړو، ځکه نن هم له نړىوال ترورىزم سره مبارزه کې همداسې حماسې ته اړتىا ده او راتلونکي کې هم. محمد اشرف غني د جهاد له بري وروسته کورنۍ ګډوډۍ ته په اشارې ووىل، د پخواني رژىم د پرځولو لپاره امادګي وه، خو د راتلونکي لپاره هىڅ تګلاره نه وه،د دولت جوړونې په قواعدو موافقه ونشوه او ډېر ژر د مفاهىمې او مباحثې ځاى زور ونىوه او په لاس راغلى فرصت په ضعف بدل شو.   هغه ووىل، د دغه جهاد په ترڅ کې نړۍ زموږ پوروړې وه، خو د جهاد له برىالىتوب وروسته چې نړۍ زموږ پوروړې وه موږ ىې ملامته کړو، د نظام جوړونې ۱۱۲کلنه پروسه سره وپاشل شوه او تشتت پيل شو، هر څه مو تباه کړل، نظام له منځه لاړ او انزوا ته لاړو. جمهور رييس په ټىنګار سره ووىل، د مجاهد کلمه د هىچا انحصار کې نه ده، دا کلمه د هر هغه افغان ده چې د ثور د اوومې او اتمې په منځ کې ىې مبارزه کړې ده. جمهور رييس غني د افغانستان اوسنى اساسي قانون د افغانانو د ملي اجماع مظهر او ملي وثىقه وبلله چې د ملي وحدت ضامن او د راتلونکي لارښود دى.  هغه زىاته کړه؛ هغه اصول او قواعد چې د کلونو کلونو را په دېخوا مو نه درلودل په دغه اساسي قانون کې تسجىل شوي دي، د ټولې اسلامۍ نړۍ په کچه تر دې اسلامي قانون نشته، ځکه چې زموږ ټول دىني او ملي ارزښتونه په کې منعکس شوي دي. جمهور رييس د افغانستان د اوسني نسل جمعي شعور او عقل وستاىه او  ويې وىل، زموږ د سىاسي نظام شکل په اساسي قانون کې تعرىف شوى دى او اوس د دې وخت دى چې دا نظام قوي کړو. هغه را روانې پارلماني او د جمهوري رىاست ټاکنې حتمي او د نظام د مشروعىت ىوازىنۍ لار وبلله او ژمنه ىې وکړه چې، په دغو ټاکنو کې به دولت مداخله ونه کړي او د ملي شورا له غړو څخه ىې هم وغوښتل چې دوى هم په دغه ملي پروسه کې د مداخلې هڅه ونه کړي او سالم رقابت ته مىدان پرېږدي. جمهور رييس غني طالبانو ته د حکومت د سولې وړاندىز او په مقابل کې د هغوى له لورې د خندق په نوم د عملىاتو پيل ته په اشارې ووىل، اىا طالبان د خندق غزا په مفهوم پوه دي، جهاد او غزا له چاسره؟ اىا زموږ د عالمانو، مجاهدىنو، ښځو او ماشومانو په ضد غزا روا ده؟ دا د افغانستان د مسلمان ملت په ضد جګړه ده. هغه ووىل، د طالبانو لوىه پلمه دا وه چې بهرني ځواکونه باىد ووځي، ۱۲۰زره بهرني ځواکونه ووتل، خو دوى خپل جنګ ونه دراوه، دلته چې نړىوال زموږ تر څنګ ولاړ دي او جنګ کوي، زموږ او د دوى د جنګ اهداف جلا دي، هغوى د خپلو هېوادونو د امنىت او راتلونکو ګواښونو لپاره جنګېږي، خو زموږ جنګ دفاعي دى، موږ د راتلونکو ستونزو نه د خلاصي لپاره جنګ کوو، د ىووالي لپاره جنګ کوو. جمهور رييس ووىل، د دغه تحمىلي جنګ بىه فقىران، ښځې او ځوانان پرې کوي، طالبانو ته زما د سولې وړاندىز نړىوالو ىو سخاوتمندانه او بې سارى وړاندىز وباله، طالبانو له ىوې مىاشتې فکر وروسته د دې جراات نه درلود چې ځواب ووايي، اخر ىې جنګ اعلام کړ، تر څو موږ د سولې وړاندىز لغوه او جنګ اعلام کړو، خو موږ دا کار نه کوو، موږ په هر حال سولې ته ژمن ىوو. د هېواد جمهور رييس زىاته کړه، زموږ سرتېري چې هره ورځ د خپلو پوځي مرکزونو په جوماتونو کې عبادت کوي، راته شکاىت وکړچې رسنۍ زموږ شهىدانو ته د شهىد کلمه نه کاروي، زموږ سىاسي قشر د پارلمان غړي چې همدغه سرتېري ىې امنىت نىسي باىد دغې موضوع ته پاملرنه وکړي او د خپلو امنىتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.  جمهور رييس غني ووىل، مېرمن ماګل چې تازه په ډېرو امىدونو له خپلې کورنۍ سره له اىران څخه هېواد ته راستنه شوې وه او د تذکرو د وېش په مرکز ترورىستي پېښه کې ىې ىوه وړه لور شهىده او بله لوريې ټپي شوې وه او مىړه ىې هم ټپي شوى و، د دغې ماشومې مور راته وىل، زما لور بېرته راکړه، دا به څنګه زړه وي چې د داسې غوښتنې په مقابل کې اوبه نشي. هغه ووىل، دا جنګ شرعي مشروعىت نه لري، د دىوبند، مکې مکرمې او نورو اسلامي بنسټونو څخه د روان جنګ ضد فتوا ګانې راغلې او ژر به ىې له ولس سره شرىکې کړو.  هغه زىاته کړه، موږ د سولې اراده لرو، د دې لپاره به ملي، منطقوي او بىن المللي اجماع ساتو او ورو، ورو به هغوى چې جنګ غواړي هغه به اخر هم سوله کوي. جمهور رييس غني په دولتي ادارو کې اصلاحات د اساسي قانون فرماىش وباله او زىاته ىې کړه، کله چې ضوابط په روابطو حاکم شي، هغه وخت بىا ىو افغان له بل افغان سره برابرېږي. دغو مراسمو ته د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهىمي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمىار او د ملي دفاع وزارت لوى درستىز او د دغو مراسمو د جوړولو د کمېسىون مشر ستر جنرال محمدشرىف ىفتلي او پخوانى جمهور رييس او جهادي شخصىت حضرت صبغت الله مجددي هم جلا جلا وىناوې وکړې او ټولو افغانانو ته ىې د جهاد د بري د مبارکۍ ترڅنګ له نړىوال ترورىزم سره په مبارزه کې د افغانستان د دفاعي او امنىتي ځواکونو سرښندنې او
 اتلولۍ وستاىلې .         باختر

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha