صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ناټو د افغانستان د امنىت په برخه کې بشپړ ملاتړ ته چمتو ده

ناټو د افغانستان د امنىت په برخه کې بشپړ ملاتړ ته چمتو ده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ناټو د افغانستان د امنىت په برخه کې بشپړ ملاتړ ته چمتو ده

د ناټو د ۲۹ غړىو هېوادونو د بهرنىو چارو وزىرانو له وسله والو طالبانو وغوښتل، چې د افغان حکومت د سولې له بهىر سره دې ىوځاى شي.

دغو وزىرانو د افغانستان په اړه د خپلې غونډې په پاى کې د جمعې په ورځ اعلامىه خپره کړه.په دې اعلامىې کې ناټو پر طالبانو غږ کړى ، چې د افغانانو په مشرۍ د افغانانو د سولې له بهىر سره ىوځاى شي او له دې فرصته استفاده وکړي.په اعلامىه  کې مرسته وکړي.په افغانستان کې د ناټو ځواکونو چې مشري ىې د امرىکا متحدو اىالتونو پر غاړه لري، د ۲۰۱۴م کال په پاى کې د دې هېواد امنىتي مسوولىتونه په خپله افغان امنىتي ځواکونو ته وسپارل. افغان لورى ته د امنىتي چارو پر سپارلو سربېره هم په دې هېواد کې د ناټو سازمان شاوخوا ۱۵ زره سرتېري د افغان ځواکونو د ملاتړ او مشورې په موخه په دې هىواد کې پاتې دي.د ڼاتو سازمان د بهرنىو چارو وزىرانو له غونډې ىوه شپه وړاندې، ستولتنبرګ خبرىالانو ته ووىل: (( موږ افغان امنىتي ځواکونو ته د زده کړې د امکاناتو، مشورې او مالي ملاتړ په وړاندې کولو سره له هغوى ملاتړ کوو. د ټاکنو د امنىت ټىنګولو له پاره دغه څه زموږ د مرستو اصلي برخه تشکىلوي.))نوموړي همدا راز زىاته کړې، چې پر دې هر څه سربېره هم هغه په دې برخه کې د ناټو ځواکونو محدود رول په نظر کې لري.له هغې مودې راهىسې چې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي مامورىت پاى ته رسولې، طالبان بىا غښتلي شوي دي. د همدا تېرې چهارشنبې په ورځ طالبانو د ىوې اعلامىې په خپرولو سره د ((الخندق)) په نوم د خپلو پسرلىنو عملىاتو د پىلولو اعلان وکړ.طالبانو وىلي، چې د دوى دغه عملىات تر ىوه حده پورې د افغانستان په هکله د امرىکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ جنګي ستراتىژۍ ته ځواب دى. د تېر کال په اګست مىاشت کې د امرىکا له لوري د افغانستان لپاره په نوي جنګي ستراتىژۍ کې امرىکايي ځواکونو ته لا ډىر اختىار ورکړل شوى، ترڅو ترهګر تعقىب کړي.په عىن حال کې ناټو هم غواړي چې  د افغان امنىتي ځواکونو د مشورې، روزنې او ملاتړ په موخه افغانستان ته ۳۰۰۰ نور اضافي سرتېري واستوي. د ناټو عمومي مشر د خپلو خبرو په ترڅ کې همدا راز ووىل: ناټو سازمان به د افغانستان په هکله د تل په شان ژمن پاتې شي. نوموړي زىاته کړه: (( طالبان باىد وپوهىږي چې دوى هېڅکله هم نه شي کولى چې د جګړې په ډګر کې برىالي شي.))

ستولتنبرګ همدا راز ووىل: موږ به د افغان امنىتي ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ هڅو ته ادامه ورکړو او غواړو  چې د سولې د خبرو او د سوله يىز حل لپاره طالبانو ته لازم شراىط برابر کړو.پر دې ټولو سربېره داسې ښکاري چې طالبانو د خپلو پسرلنىو عملىاتو له اعلان سره د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې وړاندىز ته منفي ځواب وىلى دى. نوموړي د روان کال په فبروري مىاشت کې طالبانو ته د ىو لړ اسانه شراىطو له وړاندې کولو سره د سولې د خبرو وړاندىز وکړ.له بل پلوه د افغانستان امنىتي ځواکونه هم هڅه کوي چې د جګړې په مىدان کې پر طالبانو کامىابي ترلاسه کړي او د ملکي تلفاتو مخه ونىسي. په ورته وخت کې د ناټو سازمان ىوه چارواکي وىلي چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه اوس د  افغانستان د ټاکنو پر مهال د امنىت د ټىنګولو په برخه کې د مرستو په لټه کې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha