صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ټاكنې د افغان حكومت ستر لومړيتوب دى

ټاكنې د افغان حكومت ستر لومړيتوب دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ټاكنې د افغان حكومت ستر لومړيتوب دى

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ غونډه كې چې د پنجشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه

 د ټاکنو د امنىت، د نوم لىکنې د مرکزونو او د تذکرو د وېش، د ټاکنو د بهىر اړوندو موادو د لېږد، د سىاسي ګوندونو د وړاندىزونو، عامه پوهاوي او په مرکز او ولاىتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسىون د کارکوونکو په ګومارنه کې د شفافىت په اړه بحث او خبرې وشوې.په دغه غونډه کې جمهوررييس غني، د جمهوررييس دوىم مرستىال استاد سرور دانش او اجرائىه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې ټىنګار وکړ، چې ټاکنې د ملي ىووالي حکومت د ملي او سىاسي لومړىتوبونو په سر کې ځاى لري او پر ټاکلي وخت به وشي.د غونډې ګډونوالو د نوم لىکنې په بهىر کې د خلکو د ګډون ستاىنه وکړه او د ټولو امکاناتو، آسانتىاوو او د عامه پوهاوي پر چمتووالي ىې ټىنګار وکړ.همداراز د مرستندوىو هېوادونو استازو د نوم لىکنې په بهىر کې د پرمختګونو د هرکلي ترڅنګ د ولسي جرګې او ولسوالىو شوراګانو د ټاکنو پر وخت ترسره کېدل وغوښتل.د غونډې په پاى کې جمهوررييس غني ووىل: له مشرانو، ملي او سىاسي شخصىتونو سره د غونډو لړۍ روانه ده، چې له دىني علماوو، د لوړو زده‌کړو بنسټونو، مدني ټولنو، رسىنو او د ځوانانو شبکو له استازو سره به هم خبرې وشي.په دغه غونډه کې ىو شمېر وزىرانو، لوړپورو دولتي مقاماتو، د سىاسي ګوندونو استازو، ځىنو سفىرانو او د مرستندوىه هېوادونو استازو هم ګډون کړى و.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha