صفحه اصلی | hiwad | سیاست | هند له افغانستان سره د همکاريو د لا پراختيا کوښښ کوي

هند له افغانستان سره د همکاريو د لا پراختيا کوښښ کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هند له افغانستان سره د همکاريو د لا پراختيا کوښښ کوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د هند د نوي سفير وينې کومار باورليک ديو لړ تشريفاتي مراسمو په ترڅ کې ومانه.د باورليک د وړاندې کولو په مراسمو کې چې په ګلخانې ماڼۍکې ترسره شول،

 دواړو لوريو په بېلابېلو برخو کې د افغانستان او هند تر منځ د اړيکو او همکاريو د پراختيا په هکله بحث او خبرې وکړې.د هېواد جمهور رييس د افغانستان او هند دوستانه اړيکو او همکاريو ته په اشارې وويل: هند د افغانستان ښه دوست او ستراتيژيک ملګري دی او د هند نوي سفير ته يې په دغه نوي ماموريت کې د برياليتوب هيله وکړه.ښاغلي وينې کومار په افغانستان کې د خپل نوي ماموريت په پيلولو خوښي څرګنده کړه او وې ويل: سره له دې چې هند او افغانستان د بل هر وخت په پرتله ښه دوستانه مناسبات او هر اړخيزې همکارۍ لري، مګر د خپل ماموريت پرمهال به د دغو مناسباتو او همکاريو د لا زياتېدو کوښښ وکړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha