صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ډاکټر عبدالله عبدالله : خبريالانو د سر د زيانونو او ستونزو له زغملو سره سره خپل سنګرونه پرې نه ښودل

ډاکټر عبدالله عبدالله : خبريالانو د سر د زيانونو او ستونزو له زغملو سره سره خپل سنګرونه پرې نه ښودل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډاکټر عبدالله عبدالله :  خبريالانو د سر د زيانونو او ستونزو له زغملو سره  سره خپل سنګرونه پرې نه ښودل

د صنفي حقوقو ، امنيت او حرفوي والي ترعنوان لاندې د رسنيو ملي غونډه پرون د دولت د رسنيو په مرکز کې جوړه شوه . د باخترآژانس دخبرله مخې ؛ د ملي يووالي د حکومت اجرايېه ريېس ډاکټر عبدالله عبدالله د رسنيو ملي غونډه د هېواد د رسنيو دکارکوونکو يو نوښت وباله او ويې ويل ؛

خوښ يم  چې په روان کال کې د رسنيو دګډې کميټې په کار ، د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي د دوسيو په څېړنه  او د رسنيزو قوانينو اومقررو په تعديل کې  مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.ډاکټر عبدالله عبدالله  دتاوتريخوالي د ارقامو له اوريدو وروسته وويل ؛ تېرکال د رسنيو کارکوونکي د سر د درندو زيانونو شاهدان وو او د شهيدانو   په پاک روح  درود وايو.ډاکټر عبدالله  د سر دغه زيانونه د تروريستي عملونو او د تروريستي ډلو زيږنده وبلل او ويې ويل   چې، خبريالانو د سرد زيانونو  او ستونزو له  زغملو سره سره خپل سنګرونه   پرې نښودل بلکې خپل  کار ته يې دوام ورکړ.ډاکټر عبدالله عبدالله  د خبريالانو  د لارې  پر سر پرتې ستونزې او خنډونه زيات وبلل او  له رسانه يي فدراسيون  او له نورو بنسټونو څخه يې وغوښتل چې د رسنيو د حالت د ښه والي په لاره کې ګډې هلې ځلې او کار وکړي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معيين فاضل سانچارکي  د رسنيو او خبريالانو لپاره  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د برنامې په اړوند  خبرې وکړې او ويې ويل چې، د ملي يووالي  له  حکومت او په خپله له  ډاکټر عبدالله عبدالله  څخه چې د رسنيو ملاتړى  دى ، مننه کوم.سانچارکي زياته کړه،  له اوولسو  او اتلسو كلونو رسانه يي کار وروسته  رسانه يي قوانين او مقررې  بيا وڅېړلې شوې   او د زمانې  له اړتيا سره سم د ټوليزو رسنيو  په قانون  ، په اطلاعاتو دلاسرسي په قانون  ، د رسنيو د تاسيس په کړنلاره اوپه نورو مقررو کې اړين تعديلونه رامنځته شوي دي.د خپرونو د چارو معيين زياته کړه چې،  رسانه يي بنسټونه  اوفعالان  دې تل  خپل کړه وړه او دريځونه په  کره کتنې او په انتقادي نظر سره وڅېړي چې د مسلکي کېدو په لاره کې ګټور او اغېزمن  ګامونه واخلي .سانچارکي په رسنيو کې  د ظرفيت  جوړولو په اړوند  وويل ؛ چې دبېلابېلو برنامو له لارې دې رسنۍ له دننه څخه بيا ورغاول شي.ده زياته کړه چې صنفي بنسټونه او د رسانه يي برخو  مسوولان ستر مسووليت په غاړه لري  چې د ژورناليستانو د مسلکي ظرفيت د لوړولو په لار ه کې کار وکړي.ده، د رسنيو لپاره دکار په باب وويل ؛هغه ټول اقدامات چې د رسنيو د ستونزو  د حل کولوپه مقصد شوي دي شخصي اوفردي نه دي بلکې له صنفي بنسټونو سره په سلامشوره  او خبرو کې  ترسره شوي دي.ده، د ټوليزو رسنيو په قانون ، د رسنيو د تاسيس دڅرنګوالي په مقرره کې  دتعديل   ، د رسنيو دامتياز دحق په سلو کې د پنځوسو دکمښت  ، د رسنيو د ديجيتل کولو دمقررې  ،.د رسنيو دثبت او راجستر د بهير داسانولو چې  له پنځه اويا ګامونو څخه  پنځو  ګامونو ته يې کمښت موندلى دى او دآنلاين دثبت او راجستر  يادونه يې وکړه او ويې ويل ؛  خبريالانو ته  د اسانتياوو د برابرولو  او په خپل وخت د اطلاعاتو د ترلاسه کولو په مقصد  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د پرانېستې ټولنې په همکارۍ  په اطلاعاتو دلاسرسي  شپيته واحدونه  په پام کې لري  چې په  يوه ښه اومعياري ميکانيزم او اړينو تجهيزاتوسره   چمتو کړي  ترڅو هغه معلومات چې په واک کې يې لري  د اطلاعاتو  دغوښتونکو په واک کې يې ورکړي.د رسنيو په ملي غونډه کې د نى  ، دژورناليستانو د اتحاديې اود ژورناليستانو فدراسيون دبنسټونو دمسولانو   دګډ  کار  ، دژورناليستانو پرخلاف دتاوتريخوالي دمواردو، دتاوتريخوالي د دوسيو دڅېړنې اوپه  ١٣٩٦ کال کې  دخبريالانو دتاوتريخوالي  اود سر د زيان  د ارقاموپه اړوند خبرې وشوې.د دغو بنسټونو مسوولانو  دخبريالانوپرخلاف  دتاوتريخوالي دقضيو دڅېړنې په اړوند  د ګډې کميټې دکړنو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې، د لومړي ځل لپاره   حکومت د رسانه يي بنسټونو په همکارۍ  د  ١٦٤ قضيو له  جملې څخه ٤٨ قضيې څېړلي دي چې  د ١٣ مواردو کار په بشپړه توګه څېړل شوى دى   ٢٩ موارده دلورو په مصالحې سره  حل شوي  ٩ مورده  تر کار لاندې دي  او  ١١٦ نورو مواردو ته  تراوسه پورې  رسيدګې نه ده شوې.دخبريالانوپرخلاف دتاوتريخوالي  د دوسيو دڅېړنې دکميټې غړي او د آزادو  خبريالانو  دملاتړ دبنسټ مسوول  مجيب خلوتګر  په  ١٣٩٦ کال کې  دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي ارقام  ١٦٤ مورده تاوتريخوالى   ٢٩ مورده قتل  ٤٠ مورده ټپي کېدل او ١٦ مورده نيول کېدل وبلل او زياته يې کړه  چې دتاوتريخوالي ډير زيات مسووليت دحقاني شبکې  ، دطالبانوډلې او  داعش په غاړه اخيستى دى.دلويديځ زون دخبريالانو داتحاديې مسوول  قدير شاهين  د دغه زون  دخبريالانوپه استازيتوب خبرې وکړې او په اقتصادي او امنيتي لحاظ  يې په دغه زون کې   د خبريالانو  حالت  د تېرکال په پرتله  خراب وباله او ويې ويل ؛  په زياترو رسنيو کې  رسانه يي کارکوونکو له اوو مياشتو ر ا په دې خوا خپل مياشتني معاشونه  نه دي ترلاسه کړي.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha