صفحه اصلی | hiwad | سیاست | هېڅ اداره او فرد په خپل سر د شرکتونو د فعاليت په اړه د تصميم نيولو حق نه لري

هېڅ اداره او فرد په خپل سر د شرکتونو د فعاليت په اړه د تصميم نيولو حق نه لري

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هېڅ اداره او فرد په خپل سر د شرکتونو د فعاليت په اړه د تصميم نيولو حق نه لري

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه پرون يکشنبې له غرمې مخکې، د نسلي سويس او حبيب ګلزار کمپنيو پر پانګونې، د وسپنۍ پټلۍ د قانون پر مسودې او د ازبکستان جمهوريت ته د افغانستان د پلاوي د سفر د راپور په اړه بحث وکړ.په پيل کې د حبيب ګلزارکمپنۍ د پانګونې په اړه بحث وشو.

د يادې کمپنۍ په راپور کې څرګنده شوه چې په ۲۰۱۵ کال کې دغې کمپنۍ له نسلي شرکت سره توافق کړی و، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په هېواد کې د نسلي محصولاتو لپاره ۶۰ ميليونه ډالره پانګونه وکړي.په ۲۰۱۷ کال کې د دغه شرکت لومړنۍ پروژې د وچو  مايع شيدو او د ملايي د توليد لپاره په ۳۰ ميليونو ډالرو لومړنۍ پانګونې سره فعاليت پيل کړ. خو د  ۲۰۱۷ کال په ډسمبر مياشت کې ځينو دولتي بنسټونود يادې کمپنۍ د توليدي موادو دزهري کېدو په اړه ناتاييد شوي راپورونه خپاره كړل چې د دغه شرکت اعتماد ته يې جدي زيان واړاوه.د يادې کمپنۍ مسوولين له حکومته غواړي، له هغو مسوولينو سره چې غير مسوولانه او بې کنټروله يې دا اوازې خپرې کړې قانوني چلند وشي او همدا راز ددغه شرکت لپاره د حيثيت اعاده وشي.غونډې له هراړخيزو بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې  د نسلي سويس او حبيب ګلزار کمپنيو موضوع په جدي توګه وارزول شي او همداراز د نوموړې کمپنۍ د حيثيت اعاده وشي.جمهوررييس غني په دې اړه وويل، حکومت په ټولو برخو کې د خصوصي سکتور د پانګونې  هراړخيز ملاتړکوي.همداراز پرېکړه وشوه، چې د تصميم نيونې مشخص مېکانېزم دې وي، چې افراد، ادارې او ډلې د شرکتونو د فعاليتونو په اړه په خپل سر قضاوت او پرېکړه ونه کړي او هره پرېکړه بايد د اجرااتود قانون مطابق وي.د اجنډا په دويمه برخه کې د هېواد د وسپنې پټلۍ ادارې د افغانستان د وسپنې پټلۍ د قانون مسوده غونډې ته وړاندې کړه. له هراړخيزو بحثونو وروسته پرېکړه وشوه چې ياده مسوده د نهايي کېدو لپاره کابينې ته وړاندې شي.د غونډې په دوام د اقتصاد عالي شورا ازبکستان ته د ګډ پلاوي د سفر د راپور په اړه بحث وکړ. د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزير شهزاد اريوبي، د ترانسپورت وزير محمد حميد طهماسي او د افغانستان د برېښنا شرکت رييس امان الله غالب د ياد راپور د وړاندې کولو پر مهال ازبکستان ته د افغانستان د پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وباله.غونډې ټينګار وکړ، د منځنۍ اسيا هېوادونه په ځانګړې توګه ازبکستان د افغانستان لپاره ځانګړى ارزښت لري او په هره برخه کې چې د افغانستان د دولت همکاري او ملاتړ ته اړتيا وي اساسي اقدامات دې وشي او همداراز اقتصادي، سوداګريز او سيمه ييز اتصال د افغانستان د حکومت په کاري لومړيتوبونو کې دى.د دغه راپور په جزئياتو کې راغلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اقتصادي او سوداګريزو کمېسيونونو په چوکاټ کې ازبکستان ته د افغانستان ددولت د پلاوي په سفر کې د مزارشريف ـ  هرات د وسپنې پټلۍ د پروژې، سويلي اسيا ته د ازبکستان د برېښنا انرژۍ او د برېښنا ترانزيت، د نساجي صنعت په برخه کې د پانګونې د جذب او له ازبکستانه د مهمو دولتي اقلامو اخيستلو او ددغه هېواد له عالي مقاماتو سره د فرهنګي او ګمرکي همکاريو په اړه بحث او ځينې توافقات شوي دي.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha