صفحه اصلی | hiwad | سیاست | په ټاكنو كې د هېچا لاس وهنو او درغليو ته دې اجازه ورنه كړى شي

په ټاكنو كې د هېچا لاس وهنو او درغليو ته دې اجازه ورنه كړى شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ټاكنو كې د هېچا لاس وهنو او درغليو ته دې اجازه ورنه كړى شي

د افغانستان اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دکابل ښار په نادريه لېسه کې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره خپل نوم ثبت کړ .

د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ. دانتخاباتو دخپلواک  کميسيون له  اعلام سره سم درايې ورکولو په  شرايطو  د برابرو کسانو  د فهرست د برابرولو په مقصد د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې  بهير  پرون پيل شو  او په دريو پړاونو کې به   په ټول افغانستان کې  تطبيق شي. د هېواد اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وويل چې د رايو ورکوونکو نوم ليکنه دانتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې  زموږ له  ژمنو څخه ده. د هېواد  اجرائيه رييس ټينګار وکړ چې   په پارلماني  ، د جمهوري رياست  ، ولايتي شورا ګانو او د ولسواليو د شوراګانو په ٫ انتخاباتو  کې دگډون په موخه د رايو ورکوونکو نوم ليکنه اړينه ده  او له نوم ليکنې پرته به څوک  په رايې ورکولو قادر نه وي.ډاکتر عبدالله عبدالله خلکو ته په خطاب کې وويل ؛ په هغه مرکز کې نومونه وليکئ  چې وکولاى شي  په هماغه مرکز کې   په انتخاباتو کې رايې ورکړئ  يعنې يو فرد نه شي کولاى په يوه مرکز کې نوم وليکي  اوپه بل مرکز کي رايه ورکړي. دهېواد اجرائيه رييس زياته کړه   چې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه  او د رايې ورکولو  په شرايطو د برابرو کسانو د فهرست  برابرول به  د تقلب او د صندوقونو   د ډکولو مخه ونيسي .ډاکتر عبدالله عبدالله د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې  حکومت دانتخاباتو په ترسره کولو  ژمن دى او پارلماني انتخابات به دروان کال دتلې دمياشتې په ٢٨ نيټه  ترسره شي. دهېواد اجرائيه رييس څرګنده کړه چې نن په  ځينوسيمو کې ناامني   دانتخاباتو د بهير په وړاندې يوه ننګونه ده،  خو امنيتي ځواکونه له خلکو سره  په همکارۍ کې  هوډمن دي  چې د رايې ورکولو د مرکزونو امنيت تامين کړي. ډاکتر عبدالله عبداله څرګنده کړه چې انتخابات دهېوادوالو دبرخليک دټاکنې  په مقصد  يوازينى انتخاب دى او  حکومت  ژمن دى چې دانتخاباتو په کار کې لاسوهنه ونه کړي. د پروګرام په دوام  دانتخاباتو دکميسيون غړي معاذالله دولتي   داجرائيه رييس او د حکومت  دمشرتابه هيئت نوم ليکنه  دانتخاباتو دترسره کولو په لاره  کې د حکومت او دکميسيون د کلک هوډ  څرګندوى وباله. دولتي زياته کړه ؛ چې په افغانستان کې دلومړي ځل لپاره د رايې ورکوونکو نوم ليکنه ترسره کېږي اود تقلب اود خيالي  رايو مخه به ونيول شي. دانتخاباتو دکميسيون غړي زياته کړه چې درايو ورکوونکو دنوم ليکنې  له پاى ته رسيدو وروسته به  د رايې ورکولو  په شرايطو د برابرو کسانو فهرست به   دافغانستان له خلکو سره شريک شي . هغه ټينګار وکړ چې  خلک دانتخاباتو دبهير اصلي مالکان دي  او بايد  دنوم ليکنې مرکزونو ته ورشي  . ده  په ټينګار سره  دانتخاباتو دکميسيون له کارکوونکو څخه وغوښتل چې په  بيطرفانه او مسلکي ډول دې  خپلې دندې  ترسره کړي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha