صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د خوست ديني عالمانو د ولسمشر غني د پلانونو ملاتړ وكړ

د خوست ديني عالمانو د ولسمشر غني د پلانونو ملاتړ وكړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د خوست ديني عالمانو د ولسمشر غني د پلانونو ملاتړ وكړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمداشرف غني خوست ولايت ته د خپل سفر په دويمه ورځ پرون سهار د دغه ولايت له يو شمېر ديني علماوو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د خوست د علماوو شورا رييس مولوي شاه محمد، مفتي حبيب الرحمان خوستي او مولوي سردار ځدراڼ د نورو په استازيتوب په خپلو خبرو کې د جمهوررييس د سولې له وړانديز، فساد سره د مبارزې او د حکومت له انکشافي پلانونو ملاتړ وکړ. هغوى له جمهوررييس څخه د لويو انکشافي پروژو پيلول، ځوانانو ته کارموندنه او فساد سره د جدي مبارزې د غوښتنې تر څنګ وويل، په تېر ټاکنو کې ديني علماوو خلک ټاکنو کې ګډون ته وهڅول او په دغه پروسه کې يې خپل مثبت نقش ولوبولو او په راتلونکو ټاکنو کې يې هم د مثبت رول لوبولو ډاډ ورکړ. همدارنګه هغوى وويل، بايد د هغو کړيو مخه ونيول شي چې د سولې مخالفت کوي او په جنګ کې يې ګټې نغښتې او  وړانديز يې وکړ چې د سولې په بهير او د سولې په عالي شورا کې دې ديني علماوو ته لا زيات نقش ورکول شي. جمهوررييس غني د حکومت له پلانونو او د سولې بهيره د هغوى له ملاتړه مننه وکړه، وې ويل، له تاسې غواړم چې د سولې په برخه کې راسره همکار اوسي او تاسو د سولې د راتلو زمينه مساعده کړئ. جمهوررييس زياته کړه، تاسو چې کومه لار غوره کړې ، دا سمه لار ده او زموږ هدف هم د عدالت تامينول دي، ټولې فيصلې به د اساسي قانون مطابق د اسلامي اصولو سره سمې کېږي. جمهوررييس څرګنده کړه چې زه سولې ته د رسېدو او د بين الافغاني مذاکراتو د پيلولو لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته هرې قربانۍ ته تيار يم. محمداشرف غني په تېرو ټاکنو کې د ديني علماوو له مثبتو هڅو څخه په مننې وويل، ټاکنې به په خپل وخت او د اساسي قانون سره سمې وشي او ستاسې غږ د اساسي قانون د حفاظت او تطبيق لپاره حياتي ارزښت لري او زياته يې کړه: د ټاکنو کمېسيون کې اصلاحات راغلي او د ټاکنو په بهير کې به مفسېدينو او زورواکو ته د مداخلې اجازه ورنه کول شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha