صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جهادي او سياسي مشرانو له پاکستان سره < دولت د دولت په كچه > دسولې د خبرو ملاتړ وکړ

جهادي او سياسي مشرانو له پاکستان سره < دولت د دولت په كچه > دسولې د خبرو ملاتړ وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جهادي او سياسي مشرانو له پاکستان سره < دولت د دولت په كچه > دسولې د خبرو ملاتړ وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني د خپلو مشورتي غونډو په لړ کې د هېواد له يو شمېر جهادي رهبرانو، سياسي مشرانو او د سياسي ګوندونو له استازو سره په ارګ کې وکتل.

 په دې کتنه کې جمهور رييس غني د سولې پروسې او له پاکستان سره د دولت په دولت خبرو اترو د پيل په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې. هغه وويل، د افغانستان حکومت د سولې طرحه له داخلي، سيمه ييز او بين المللي ملاتړ څخه برخمنه ده او د سولې لپاره يې شرايط برابر کړي دي.د هېواد جهادي او سياسي مشرانو هم د سولې او دولت په دولت د خبرو اترو په اړه خپل ليدلوري څرګند کړل او هغه يې د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتونو په ګټه وبلل او پر سياسي اجماع او د داخلي، ملي او بين المللي مسايلو په اړه  يې د مشورو پر دوام يې ټينګار وکړ. جمهور رييس غني وويل، زه پر مشورو باوري يم او له سياسي جريانونو، ملي شورا، مدني بنسټونو، رسنيو، ښځو او له بېلابېلو قشرونو سره د مشورو لړۍ ته به ادامه ورکړم.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha