صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ولسي جرګه: له عملي اقداماتو پرته له پاکستان سره خبرې د وخت ضايع کول دي

ولسي جرګه: له عملي اقداماتو پرته له پاکستان سره خبرې د وخت ضايع کول دي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسي جرګه: له عملي اقداماتو پرته له پاکستان سره خبرې د وخت ضايع کول دي

په داسې حال کې چې د افغان او پاکستاني مشرانو تر منځ د دولتونو په کچه د خبرو لومړی پړاو وړمه ورځ په کابل کې تر سره شو، په غبرګون كې يې د افغانستان ولسي جرګه د پاکستان له عملي اقداماتو پرته خبرې او سفرونه د وخت ضايع کېدل بولي.د ولسي جرګې رييس وايي: دا خبرې داسې مهال پيل شوي چې پاکستان پر افغانستان توغندي ولي او د افغانستان پر هېواد بمباري کوي.

عبدالروف ابراهيمي د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وويل: د پاکستان داشان ناوړه کړنې ښيي چې د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې يوازې د وخت ضايع کول دی.نوموړي زياته کړه: (( موږ هيله مند يو چې که پاکستان د يوه ګاونډي هېواد په توګه له افغانستان سره خبرو ته حاضرېږي بايد د هغو د پلي كولو له پاره رښتيني او دوستانه اقدامات هم وکړي، له بده مرغه داسې سفرونه او خبرې بيا بيا شوي، خو موږ يې لازمې نتيجې نه دي ليدلي، پرته له دې نه چې وخت ضايع کړي.))ښاغلي ابراهيمي وايي: پاکستان بايد د رامنځته شوي فرصت نه ښه استفاده وکړي.د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسې وړمه ورځ په يوه رسمي سفر کابل ته راغلي و او د ولسمشر غني سره د خبرو پرمهال، د دواړو هېوادونو مشرانو د سولې د عمل د ګډ پلان پر بشپړېدو ټينګار وکړ.د پاکستان د صدراعظم له دفتره او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت نه په خپرو شويو اعلاميو کې راغلي چې دواړو مشرانو پر اوو مهمو مواردو موافقو ته رسېدلي دي.په اعلاميو کې راغلي چې پاکستان د افغانستان د سولې له بهيره ملاتړ کوي او دواړه هېوادونه به د هغو جنګياليو په پر خلاف ګامونه پورته کوي چې د افغانستان او پاکستان امنيت ګواښي.د دې تر څنګ موافقه شوې چې دواړه هېوادونه به په خپلو خاورو کې هېڅ هېواد، ډلې يا شخص ته اجازه نه ورکوي چې د يو د بل پر خلاف په کړنو لاس پورې کړي.د موافقې پر اساس دواړو لورو ژمنه کړې چې د يواو  بل هېواد د حريم له نقضولو ډډه کوي او د يو او بل د ملامتولو پر ځای د ستونزو او اختلافاتو د حل په هدف د عمل د ګډ پلان په چوکاټ کې به د همکاريو له ميکانيزم کار واخلي.دا په داسې حال کې ده چې کابل تل پاکستان د وسله والو ډلو په روزلو، هغوی ته د پناه ځايونو په ورکولو، په سرحدي سرغړونو او د افغانستان په بې ثباتۍ ملامت کړي دی.کابل ته د  پاکستان د صدراعظم د سفر سره هم مهاله افغان چارواکو ويلي چې د پاکستان له لوري پر کونړ توغندي توغول شوي او پاکستاني جېټ الوتکو په دانګام ولسوالې څلور بمونه غورځولي دي.په دې اړه د سياسي او پوځي چارو کارپوه شهنواز تڼي وايي: د سولې عمل په ګډ پلان کې مهمې نقطې يادې شوي، خو د پاکستان تېرو کړنو ته په کتو دا باور کم دی، چې نوموړي هېواد دې په دې برخه كې عملي اقدامات وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha