صفحه اصلی | hiwad | سیاست | اجرائىه رييس د پاکستان له لومړي وزىر سره پردوه اړخىزو اړىکو خبرې وکړې

اجرائىه رييس د پاکستان له لومړي وزىر سره پردوه اړخىزو اړىکو خبرې وکړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائىه رييس د پاکستان له لومړي وزىر سره پردوه اړخىزو اړىکو خبرې وکړې

کابل - افغانستان: د افغانستان د اسلامي جمهورىت اجرائىه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په سپېدار ماڼۍ کې د پاکستان له لومړي وزىر شاهد خاقان عباسي سره ولىدل.

په دې لىدنه کې د افغانستان پر سوله او امنىت، له ترورىزم سره پر ګډه او صادقانه مبارزې، د افغان کډوالو پر ستونزو، د ډىورنډ پر دې غاړه د پاکستاني ځواکونو پر برىدونو او د دوو هىوادونو ترمنځ‌د سوداګرىزو او ټرانزىټي اړىکو پر وده بحث وشو.اجرائىه رييس د پاکستان لومړي وزىر او ورسره پلاوي‌ته له ښه راغلاست وروسته ووىل، چې دا ډول لىدنې د دواړو هېوادونو ترمنځ‌د ستونزو د حل او ګډو همکارىو لپاره زمىنه مساعدوي.هغه زىاته کړه، چې ترورىزم نه ىواې په امنىتي لحاظ ىو لوى خطر دى، بلکې د ګډو اقتصادي او تجارتي فرصتونو څخه د ګټې اخستنې په برخه کې ‌هم اساسي خنډ دى، او پر ضد يې قاطع مبارزه په کار ده.نوموړي ووىل، چې په افغانستان کې د تاوترىخوالي کمښت کولاى شي پر پاکستان د اعتماد فضا مساعده او د دواړو هېوادونو ترمنځ‌د اړىکو په مخکې تګ کې مرسته وکړي. هغه همداراز د افغان او پاکستاني علماو ترمنځ‌ د جنګ پر ضد د ګډې فتوا وړاندىز وکړى.ډاکټر عبدالله عبدالله ووىل: د ډىورنډ کرښې له هغې غاړي پر افغان سىمو هوايي او توپچي برىدونه د دوو هېوادونو ترمنځ‌اړىکې نورې هم ترىنګلي کوي او اړتىا ده، چې پاکستان يې په مخنىوي کې کوټلي ګامونه پورته کړي.اجرائىه رييس د افغان سوداګرو ستونزو ته په اشارې سره ووىل، چې د تجارت په برخه کې دي پاکستان د سختىو پر ځاى اسانتىاوې رامنځ ته او د اقتصادي همکارىو ډېرېدا ته زمىنه مساعده کړي.هغه افغان کډوالو ته د پاکستان لخوا د نوي مهلت ورکړه وستاىله، خو ټنګار يې وکړ، چې د ټولو افغان کډوالو بىرته راستنېدنه باىد د هغوى په خوښه، تدرىجي او عزتمندانه ډول وي.د پاکستان لومړي وزىر شاهد خاقان عباسي ووىل، چې د راتګ هدف يې په افغانستان کي سوله ده او هېواد يې اماده دى،‌چې د افغانانو په مشرۍ او مالکىت د سولې خبرو لپاره زمىنه برابره كړي.نوموړي ووىل، دوى په دې فکر دي، چې سىمه ىىزه نښلونه او اقتصادي اړىکي د امنىت په راتګ کې مهم رول لوبوي او دوى په همدې هدف هم د افغانستان د سولې او امنىت لپاره هڅې کوي.هغه د ډىورنډ پر کرښه د تخطىو په اړه ووىل، چې دوى دا ډول پالىسي نه لري او د وروستىو تخطىو په ارتباط به ښکاره د مخنىوي اقدامات کوي.ښاغلي عباسي ىادونه وکړه،‌ چې حکومت به يې د تجارتي اړىکو د بهبود په نىت له دې وروسته له افغان اموالو څخه تنظىماتي مالىه نه اخلي او هىله لري، چې په افغانستان کې هم پاکستاني تجارانو ته آسانتىاوې ډېري شي.نوموړي په پرونۍ لىدنه کې همداراز ووىل، چي پاکستان د افغان کډوالو د بىا راستنېدنې په برخه کې تر ټولو زىات د هغوى پر خوښه او با عزته راتګ تمرکز کوي او دا يې لومړىتوب ګڼلى دى.هغه اجرائىه رييس ته دعوت ورکړى، چې له پاکستان څخه رسمي لىدنه وکړي څو د دواړو هېوادونو د اړىکو په بهبود کې مخته تګ وشي.په لىدنه کې همداراز د کابل پر پروسې، له نېشه يي توکو سره پر مبارزې او همداراز له اقلىمي تغيىر سره پر مجادلې بحث وشو.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha