صفحه اصلی | hiwad | سیاست | اداري بنسټونه دې د تلپاتې پراختيا موخې تعقيب کړي

اداري بنسټونه دې د تلپاتې پراختيا موخې تعقيب کړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اداري بنسټونه دې د تلپاتې پراختيا موخې تعقيب کړي

د وزيرانو شورا اقتصادي فرعي کمېټې پرون د اجرائيه رييس په مشرۍ غونډه وکړه.

د لوږې د هر اړخيزې څېړنې د شاخصونو د نوي ميتود يا MPI ، د نويو سيمه ييزو پراختيايي همکاريو يا ريکا د ستونزو او وړانديزونو او نوې تګلارې، د افغانستان د تلپاتې پراختيا د نويو او ورستيو ټارګېټونو او شاخصونو د بستو تاييدول، په کابل کې د مرسل ګل د فابريکې د ستونزو د حل، په پلخمري کې د ترانسپورت وزارت د شته مځکې په سر د رامنځته شوې شخړې د وروستي راپور وړاندې کول او د لوړو ټولنيزو اغېز لرونکو پروژو د فسخ شويو هغو په اړه د راپور وړاندې کول، د دې غونډې د اجندا مهمې برخې وې.د اقتصاد وزير ډاکتر مصطفى مستور لومړى د فقر د هر اړخيزې څېړنې ميتود په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: دغه مېتود له پخواني سيستم نه ډېر اغېزمن دی او کولای شي ، چې په بېلابېلو برخو کې له حکومت سره مرسته وکړي.د اقتصاد وزارت مرستيال هم ټينګار وکړ: په پخواني مېتود کې يوازې د فقر يو بعد تر څېړنې لاندې نيول کېده؛ خو په دې سيستم کې چې د نړۍ له سلو زياتو هېوادونو کې مروج دى د فقر وضعيت د ولاياتو، ولسواليو، جنس او سن په توپير سره ښکاره کوي، چې کېدای شي د بودجې په تخصيص کې هم ترې ښه استفاده وشي.اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله وويل: ياد سيستم تاييد دی؛ خو د افغانستان د شرايطو په پام کې نيولو سره دې ډېر دقت وشي.هغه وويل: دغه سيستم د پرېکړه کولو پر مهال له حکومت سره مرسته کوي چې د تلپاتې پراختيا موخې په نظر کې ونيول شي. اجرائيه رييس دغه راز لارښوونه وکړه،  چې پر فقر د نا امنۍ د اغېزو او برعکس هم يوه څېړنه وشي او پايله يې د اجرائيه رياست عالي مقام ته رپوټ شي.د اجندا له مخې د تلپاتې پراختيا د اهدافو په نهايي بستې هم بحثونه وشول. د اقتصاد وزارت مرستيال وويل: دغه بستې لس ورځې وړاندې وزارتونو ته د مطالعې او نظر اخيستلو لپاره استول شوي دي.اجرائيه رييس وويل: په پرنسيپ کې دغه ټارګېټونه او شاخصونه تاييد دي او ترنن پورې بايد ټولې ادارې خپل وړانديزونه او نظرونه له اقتصاد وزارت سره شريک کړي او له هغې وروسته بيا د بدلون وړ نه دي.اجرائيه رييس ټولو اداور ته سپارښتنه وکړه، چې د تلپاتې پراختيا موخې جدي ونيسي، تعقيب يې کړي او د خپل کار يوه برخه يې وګرځوي.همدارنګه د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې د ريکا د همکاريو سازمان په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل: تر اوسه يې اووه غونډې شوي دي.د بهرنيو چارو وزارت استازو وويل: د ريکا د سوداګرۍ خونې، ريکا تحقيقاتي مرکز او نورو مسايلو په اړه يې طرحې د عشق اباد غونډې ته وړاندې کړي، چې منل شوي او ډېر ژر به کابل د سيمې هېوادونو د سوداګريزو خونو د کنفرانس کوربه وي.هغوی زياته کړه: د لازمې او لنډ مهالې همغږۍ، د چارو د ښې  څارنې او تعقيبت نه شتون، سوداګريز منازعات او نور د دوی ستونزې دي، چې له حکومت څخه يې د حل غوښتنه وکړه.اجرائيه رييس سره له دې چې د ريکا د نويو طرحو څخه يې ملاتړ اعلام کړ وويل: افغانستان دې په ټولو سيمه ييزو غونډو کې فعال ګډون ولري او د ټولو اقتصادي غونډو پايلې دې له اقتصادي کمېټې او ټولو وزارتونو سره شريکې شي.هغه د بهرنيو چارو وزارت ته لاښوونه وکړه، چې هېواد ته د بهرنيو متخصصو کارګرانو د راتګ لپاره آسانتياوې رامنځته کړي.د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي اندېښنه وښوده که افغان حکومت د کار موندنې لپاره کار ونه کړي او وضعيت همدارنګه دوام وکړي؛ نو د بيکارۍ کچه به لا ډېره شي. هغه وويل: د ثور په نهمه به د کار ملي کنفرانس په کابل کې جوړ شي.دغه راز د ګل مرسل کاغذ جوړولو فابريکې ستونزې هم تر بحث لاندې ونيول شوې. د مځکې نه شتون، د اومو توکيو کمښت او له يادې فابريکې د ناقانونه پيسو اخيستل د يادې فابريکې د مسوولانو ستونزې وې.اجرائيه رييس لارښوونه وکړه، چې ټولې ادارې بايد خپل ناکاره کاغذونه او اضافه توکي په منظم ډول يادې فابريکې ته ورکړي او امنيتي ځواکونه دې د دې فابريکې امنيتي ستونزې حل کړي. دغه راز به د دغې فابريکې د مځکې ستونزه د زرغون په صنعتي ښارګوټي کې حل شي.عدليې وزارت په پلخمري کې د ترانسپورت وزارت اړوند د هغې ۴۸ جريبه مځکې چې خلکو پرې د ملکيت دعوه کړې وه، د محکمې پرېکړه له جلسې سره شريکه کړه ،چې له مخې يې ياده مځکه د ترانسپورت وزارت وه او ورته سپارل شوې ده.دغه راز د لوړو ټولنيزو اغېز لرونکو فسخ شويو پروژو په اړه اقتصاد وزارت غونډې ته معلومات ورکړل.اجرائيه رييس لارښوونه وکړه، چې وزارتونه بايد د دې پروژو په پلي کولو کې ناغېړي ونه کړي او په ټاکل شوي مهال يې ترسره کړي، ځکه چې دغه پروژې د خلکو په ژوند نېغ په نېغ اغېز لري.  باختر

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha