صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د ۲۰۳تندر قول اردو سرتېرو، بريدملانو او افسرانو جمهور رييس ته د سولې پروسې او ټاکنو د امنيت د تامين ډاډ ورکړ

د ۲۰۳تندر قول اردو سرتېرو، بريدملانو او افسرانو جمهور رييس ته د سولې پروسې او ټاکنو د امنيت د تامين ډاډ ورکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ۲۰۳تندر قول اردو سرتېرو، بريدملانو او افسرانو جمهور رييس ته د سولې پروسې او ټاکنو د امنيت د تامين ډاډ ورکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس او د وسله وال ځواکونو د اعلى سرقوماندان محمداشرف غني وړمه ورځ په ۲۰۳ تندرقول اردو کې د يادې قول اردو سرتېرو، بريدملانو او افسرانو سره په جلا جلا غونډو کې د دوی غوښتنې او وړانديزونه واورېدل.

د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېري قاري عبدالرشيد، محمدهارون او جنرال محمد اسرار اطلس د ۲۰۳ تندر قول اردو سرتېرو، بريدملانو او افسرانو په استازيتوب د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رييس له ځانګړې پاملرنې او همېشني ملاتړ څخه مننه وکړه.هغوی همدارنګه د ترفېعاتو، تحصيلي بورسونو، د سرتېرو د لا ښه تمويل، تجهيز او د هوايي ځواکونو د پياوړتيا په اړه خپل وړانديزونه مطرح کړل او جمهور رييس ته يې د سولې پروسې او ټاکنو د امنيت د تامين ډاډ ورکړ.همدارنګه هغوی څرګنده کړه: وياړي چې د جمهور رييس تر قيادت او رهبرۍ لاندې د هېواد د فاع او د خپلو هېوادوالو د ساتنې سپېڅلې دنده په صداقت او زړورتيا ترسره کوي او په ټينګار سره يې وويل: په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته تيار دي.جمهور رييس غني د ۲۰۳ تندر قول اردو د سرتېرو، بريدملانو او افسرانو د معلوماتو او وړانديزونو له اورېدو وروسته د دوى د قربانيو او هلو ځلو له امله له يادو منسوبينو او د دوی له کورنيو څخه له دې امله مننه وکړه چې په ټول صداقت او جرائت د هېواد د دفاع برحقه مبارزه کوي.جمهور رييس د هېواد دغو اتلو او زړورو بچيانو ته په خطاب کې وويل: تاريخ او راتلونکي نسلونه به پر تاسو ووياړي، ځکه ستاسو د مبارزو، مېړانې او سرښندنو له برکته افغانستان په ملي او نړيواله کچه ښې لاسته راوړنې لري.

ورپسې جمهور رييس د ۲۰۳ تندر قول اردو د غونډو په تالار کې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په حضور کې د  پکتيا ولايت ملکي او امنيتي مسوولينو او د دغې قول اردو منسوبينو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وينا وکړه.په پيل کې د ملي دفاع وزير ډګرجنرال ارکانحرب طارق شاه بهرامي د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته د جمهور رييس د پاملرنې قدرداني اود افغانستان د اتلو او زړورو ځواکونو د اتلوليو، مبارزو او سرښندنو مننه وکړه.نوموړي وويل: د هغو سيمو د امنيت د تامين او تصفيوي عملياتو لپاره چې له تهديد سره مخ دي جدي تدابير نيول شوي او جمهور رييس ته يې ډاډ ورکړ چې په ټول اخلاص او قوت سره به په دې برخه کې اقدامات وکړي. ښاغلي بهرامي همدارنګه د امنيتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ.جمهور رييس غني د غونډې ګډونوالو ته د وينا پرمهال د هېواد د دفاع په برخه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د منسوبينو او مسوولينو د قربانيو او زحمتونو مننه وکړه او هغوی ته په خطاب کې يې وويل: ستاسو په نبض کې د هېواد ثبات او امنيت نغښتى.د هېواد جمهور رييس د ۲۰۳ تندر قول اردو له سرتېرو، بريدملانو او افسرانو څخه له دې امله مننه وکړه چې له ده سره په جلا کتنو کې يې شخصي نه، بلکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تمويل، تجهيز او د هوايي ځواکونو د لا پياوړتيا غوښتنې وکړې.محمد اشرف غني د ملي دفاع وزير ته لارښوونه وکړه، چې د ترفېعاتو، رخصتيو او معاشونو په برخه کې د سرتېرو ستونزې حل او آسانتياوې ورته رامنځته شي. هغه زياته کړه: د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همکاري او همغږي وجود لري، خو دا بايد لا ډېره  او ښه شي.جمهور رييس د امنيتي او دفاعي ځواکونو منسوبينوته په خطاب کې وويل: د افغانستان خلک تر بل هر وخت د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او دا ملاتړ او اعتماد تاسو په خپلو سرښندنو او هلو ځلو ګټلى دی چې له برکته به يې هم سوله او هم پرمختګ راشي.د وسله وال ځواکنو اعلی سرقوماندان څرګنده کړه: د افغانستان خلک له څلوېښتو کالو راهيسې سخت دردېدلي او ستاسو د سرښندنو او مبارزې له برکته به د افغانساتان څلوېښت کلن ناورين پای ته ورسېږي. هغه زياته کړه: ورځې تر بلې پر تاسو د ولس مينه او باور لا زياتېږي.ورپسې د ۲۰۳تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال شعور ګل جمهور رييس ته د هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د سولې پروسې، ټاکنو، لويو لارو او د ولسواليو د ښه امنيت د تامين او ملي پاڅونونو د ملاتړ په برخه کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.نوموړي د جمهور رييس غني د پراخ ملاتړ او پاملرنې مننه وکړه او د ټولو په استازيتوب يې ډاډ ورکړ چې د افغانستان د دښمنانو د ځپلو او د امنيت د تامين او د هېواد د فاع په برخه کې به خپلې هڅې درېغ نه کړي.ورپسې د ۳۰۳ سپين غر زون د پوليسو قوماندان جنرال ګل محمد راسخ له جمهور رييس څخه له دې امله مننه وکړه چې تل يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کړې او جمهور رييس ته يې ډاډ ورکړ ، چې د قانون د تطبيق په برخه کې به بې درېغه هلې ځلې وکړي. هغه زياته کړه، د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ همغږي او همکاري زياته شوې.نوموړي څرګنده کړه: د هوايي ځواکونو ملاتړ او پياوړتيا اشد ضرورت دى، کشفي ارګانونه دې پياوړي او د هغوی امکانات دې زيات شي او ژمنه يې وکړه، چې د افغانستان دښمنان به په هرځای کې پيدا او نابود او د قانون حاکميت ټينګ کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha