صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس د پکتىا له علماوو سره په کتنه کې : ستاسې غږ د سولې د ټىنګښت په برخه کې ارزښتمن دى

جمهور رييس د پکتىا له علماوو سره په کتنه کې : ستاسې غږ د سولې د ټىنګښت په برخه کې ارزښتمن دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس د پکتىا له علماوو سره په کتنه کې : ستاسې غږ د سولې د ټىنګښت په برخه کې ارزښتمن دى

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني پکتىا ولاىت ته د خپل سفر پر مهال پرون مازدىګر د دغه ولاىت د علماوو شورا له ىو شمېر غړو سره وکتل

.په دې کتنه کې لومړى قاري خواجه الدىن د نورو علماوو په استازىتوب خبرې وکړې او وسله‌والو مخالفانو ته ىې د جمهوررييس د سولې له پىغام څخه مننه وکړه او هغه ىې هراړخىز او عادلانه وباله.ده زىاته کړه:  ستاسې د پاملرنې له برکته پکتىا نن په هره برخه کې پرمختګ کړى دى. زموږ خلک له سولې او بىارغاونې سره مىنه لري او ډاډ درکوم چې د حکومت له برنامو څخه به ملاتړ کوي.قاري خواجه الدىن ووىل، د علماوو د اسنادو د ارزونې ستونزه حل شوې ده او د دې لپاره دې د ولاىتونو او زون په کچو د اسنادو د ارزونې اسانتياوې برابرې شي.نوموړى دغه راز د ګردىز ښار په کچه د ىوه جامع جومات اود ىو اسلامي څېړنىز مرکز د جوړولو غوښتنه وکړه او ټىنګار ىې وکړ چې د بندىانو د دوسىو ارزولو ته دې توجه وشي.قاري خواجه الدىن ووىل: هغه خلک چې زموږ سرتېري، ډاکټر، انجنير او بې ګناه وګړي وژني، د خداى او د افغانستان د ملت دښمنان دي.وروسته جمهوررييس غني خبرې وکړې وې وىل، د خلکو په منځ کې علماء ځانګړى مقام او ځاى لري او هر ځل چې پر افغانستان کوم افت راغلى ټول د اسلام تر بىرغ لاندې راټول شوي ىو او د ىو قشر په توګه ستاسې حىثىت او مقام خاص دى.جمهوررييس زىاته کړه: تاسې په دوامداره توګه زحمت ګاللى دى، زموږ عقاىد او ارزښتونه په ىوه ورځ نه   دې پىدا شوي، بلکې سلګونه کلونه پرې کار شوى او پختګۍ ته رسېدلي دي.محمداشرف غني ووىل: زما دنده داده چې د ارګ او جومات ترمنځ فاصله  لېرې کړم. د جوماتونو په برخه کې پانګونه شوې او تارىخي جوماتونه بېرته رغاول کېږي.جمهوررييس څرګنده کړه: دا نظام ستاسې دى او تاسې د نظام ىاست. ده زىاته کړه، ستاسې د اسنادو د اروزنې په برخه کې به اساسي اقدامات وشيش.د هېواد جمهوررييس ووىل، د بندىانو صلاحىت لوى څارنوالۍ ته ورکول شوى چې د هغو دوسىې وارزوي. ده زىاته کړه د هېواد په زندانونو کې مې د اصلاحاتو لارښوونه کړې ده.جمهوررييس غني په هېواد کې د سولې د ټىنګښت په برخه کې د علماوو د رول ارزښت ته په اشارې ووىل: په دې برخه کې ستاسې غږ مهم دى او د اندونىزىا په غونډه كې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې جوړه شي، د افغانستان علماء به د اندونىزىا او پاکستان له علماوو سره وګوري.د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس څرګنده کړه، غواړم له ټولو اسلامي هېوادونو سره د علماوو د شبکو د اىجاد زمىنه برابره شي. ده ووىل، اړوندې ادارې ته لارښوونه کوم چې علماوو ته د کور جوړولو په برخه کې پاملرنه وکړي.جمهوررييس غني علماوو ته په خطاب کې ووىل: د پوهنې وزارت سره په همغږۍ جوماتونه د ماشومانو د ښوونې او روزنې په مرکزونو بدل کړئ.د هېواد جمهوررييس د خپلو خبرو په پاى کې څرګنده کړه، په هېواد کې د دارالافتاء موجودىت حتمي او ضروري دى، ځکه ستاسې غږ، منطق او استدلال ډىر اړىن دى، ځکه تاسې له حق څخه دفاع کوئ او ټولنه هم عدالت غواړي.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha