صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د بشر د حقوقو شورا د ۳۷غونډو او نږدې همكاريو په باب خبرې وشوې

د بشر د حقوقو شورا د ۳۷غونډو او نږدې همكاريو په باب خبرې وشوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د بشر د حقوقو شورا د ۳۷غونډو او نږدې همكاريو په باب خبرې وشوې

دبهرنيو چارو وزارت د ادارې اومنابعو معيين اوسرپرست ډاکټر نصيراحمد انديشه پرون په افغانستان کې د جرمني له سفير والترهاسمن او داسپانيا له سفير ايمليموپيرت دي اګه يدا سره وکتل.

د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.په دې کتنو کې  د جرمني سفير د ښځو د شبکې د سولې  او امنيت  دغونډې  په باب  چې ټاکل شوې ده  په راتلونکې ميلادي مياشت  کې په برلين کې جوړه شي معلومات ورکړل  . دغه راز  د اسپانيا سفير د ښځو د شبکې د سولې او امنيت دتېرو غونډو  دبرياليتوبونو په باب  چې په  ٢٠١٦  او  ٢٠١٧ کلونو کې  داسپانيا په نوښت   جوړې شوې وې ،  معلومات ورکړل.ډاکټراندېشه دملګروملتو د سازمان د امنيت شورا (ښځې ، سوله او امنيت )  د ١٣٢٥    ګڼه  پريکړه ليک د ملي عمل د تطبيق په باب دافغانستان داقداماتو او اجرااتو په باب رڼا واچوله او ډاډ يې ورکړ چې دافغانستان دولت دملګروملتودسازمان دفعال غړي په توګه دبشري حقوقو دميثاقونو په رعايتولو اوتطبيق  ژمن دى. د دغې کتنې په بهيرکې اړوندو لورو   د بشر د حقوقو شورا  د (٣٧) غونډو او د نږدې همکاريو داړتيا په باب خبرې وکړې .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha