صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت وشي

د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت وشي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ولسمشرۍ او ولسي جرګې ټاکنې به په خپل وخت وشي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د کب په ۱۶مه له غرمې مخکې په خپلې پرانيستونکې وينا سره د افغانستان د ملي شورا ۱۶مه تقنيني دوره رسماً پرانيسته.

جمهوررييس په داسې حال کې چې د ولسي جرګې رييس عبدالروو ف ابراهيمي يې  ملتيا کوله، د تشريفاتو قطعه معاينه کړه او د خپلې وينا په پيل کې يې د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د شهيدانو روح ته دعا وکړه.جمهوررييس د ملي شورا د دواړو مجلسونو غړو ته په خطاب کې وويل: که ستاسې همکاري نه واى، نو يقيناً د قوانينو له تصويبه نيولې د سولې تر پروسې پورې د اجتماعي ژوند په بېلابېلو ساحو کې به مو موجود پرمختګونه، نه لرل.جمهوررييس غني  په تېرو درېيو کلونو کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې د قوانينو او تقنيني سندونو د تدوين او تصويب په خاطر د ملي شورا قدرداني وکړه وې ويل: تمه ده چې د کار په پاتې موده کې هم نوي قوانين تصويب کړئ، ځکه قوانين د ټولنې د نظم اساس تشکيلوي او د يوه مشروع سياسي نظام بنياد په قانون او د قانون په حاکميت باندې ولاړ وي.محمد اشرف غني د هېواد د عدلي او قضايي دستګاو پر خپلواکۍ ټينګار وکړ وې ويل: که په قضاکې پرېکړې عادلانه وي،  له دې سره اجتماعي تضادونه او کشمکشونه خپله له منځه ځي. هغه همداراز د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو او د حکومت پروګرامونو څخه د علماى کرامو د ملاتړ مننه وکړه.جمهوررييس د شفافو او له هر ډول درغليو پاکو ټاکنو ترسره کېدل د قانون د حاکميت د مېکانيزمونو او د نظام  د مشروعيت پياوړي کوونکي او پر قانوني کړنلارو د خلکو د باورمندۍ لامل وباله وې ويل: په ټاکلې موده کې د پارلماني او جمهوري رياست ټاکنو ترسره کېدل حتمي دي.هغه زياته کړه: د ملي يووالي حکومت ځان مکلف ګڼي، چې د ټاکنو ترسره کولو لپاره لازمې منابع برابرې کړي، امنيت يې تامين کړي او له هرې خوا څخه په ځانګړي ډول د امنيتي ځواکونو او ملکي ادارو او سياسي کړيو د هر ډول لاسوهنې مخه ونيول شي.د هېواد جمهوررييس څرګنده کړه: که چېرې د کمېسيون په کار کې پڅوالي احساس شي او يا هم نورې اندېښنې وي چې د جمهوري رياست همکارۍ ته اړتيا پيدا شي، له سياسي قشر او مدني بنسټونو څخه زما تمه دا ده چې د دې کار کچه او څرنګوالي خپله مشخص کړي، ترڅو د شک ځای پاتې نه شي.جمهوررييس د کابل کنفرانس او  د سولې لپاره د حکومت جامع طرحې ته په اشارې چې په تدوين او بشپړيدو کې يې د افغانستان د ټولو قشرونو غوښتنې او نظرونه په پام کې نيول شوىي دي ده وويل: د افغانستان عام خلک د دې جګړې اصلي قربانيان دي او له همدې امله د سولې اواز ته تر بل هر چا زيات عام ولس لبيک وايي.هغه زياته کړه: يو شمېر محدود کسان په جګړه کې خپلې ګټې ويني او له همدې امله که په ځينو مواردو کې زموږ د سولې اواز ته د شک په سترګه کتل کېږي، غير طبيعي نه ده، خو دا موضوع روښانه ده چې د ملي يووالي حکومت او د افغانستان خلک سوله غواړي او د ټولو افغانانو خير او عزت په سوله کې ويني.جمهوررييس غني وويل: موږ په لوړ اواز وايوو هغه لاره مو چې د سولې لپاره انتخاب کړې، نه راګرځوو او په طالبانو باندې غږ کوو چې د اسلام او افغانستان خير په دې کې دی، چې خبرو ته سره کېنو، ترڅو مشکلات او اختلافات له  تباهۍ او د وينې تويولو پرته حل شي.هغه زياته کړه: د دې لپاره چې ۴۰ کلن بحران شاته پرېږدو، د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد وروزو، مجهز، مسلکي او غير سياسي يې کړو، ځکه له دې پرته د هېواد تلپاتې راتلونکي د تصور وړ نه دي.جمهوررييس وويل: د دې موخې لپاره د واسطې فرهنګ له منځه وړل او پر روابطو د ضوابطو حاکميت له بنسټيزو اړتياو څخه دي. دغه کار په دغو بنسټونو کې له اصلاحاتو پرته ناشوني دي او هر څوک چې له اصلاحاتو سره محالفت وکړي په هېواد کې د يو حياتي تحول مخالفت ته راپورته شوي.جمهوررييس دې ته په اشارې چې هېوادونه هغه مهال کولی شي پر خپلو پښو ودرېږي چې له اقتصادي پلوه پر ځان بسيا وي هغه وويل: د ځان بسياينې لپاره موږ بايد خپل ملي عوايد په کال کې حد اقل ۸ ميليارد ډالرو ته ورسوو. د دې کار لپاره بايد په هېواد کې له پټو سرچينو او پټو ظرفيتونو څخه ګټه واخلو.هغه زياته کړه: موږ اقتصادي هوساينې ته د رسېدو او د فقر له منځه وړلو لپاره مثبت منطقوي سياست ته اړتيا لرو او دې موخې ته نږدې شوي يوو، ترڅو افغانستان د ګډو ګټو پر مرکز بدل شي.محمد اشرف غني څرګنده کړه: د افغانستان سياست د اتصال سياست دى، نه د بېلوالي او موږ غواړو له خپلو ټولو ګاونډيانو سره ښې اړيکي او منظمه اقتصادي همکارۍ ولرو. د منځنۍ آسيا ټولوګاونډيانو ايران، چين او هندسره زموږ همکارۍ ورځ په ورځ زياتېږي.جمهوررييس غني د هېواد د اوبو مديريت ته په اشارې وويل: زموږ د اوبو مديريت د اوبو د ضايعوى کېدو د مخنيوي، مديريت په ښارونواوکرنه کې له هغو څخه د استفادې او هغو قراردادونو ته د افغانستان د تعهدپه مانا دي چې له پولو څخه د بهر اوبو په اړه يې لري. له همدې امله پر لويو بندونو سربېره د کوچنيو او منځنيو اوبو مهارولو لپاره لازمه ده چې د اوبو وضعيت د پيش بيني او مديريت وړ وي. هغه زياته کړه : د نوروز په اوونۍ کې به په دې برخه کې د حکومت عملي پلانونه تشريح شي.د هېواد جمهوررييس څرګنده کړه: په راتلونکو څلورو کلونو کې به د ملکيتونو د ثبت پروګرام او د خلکو د شتمنيو د امنيت پروسه بشپړه شي او موږ د مځکې د غصب د مخنيوي او د ملي اقتصاد د پرمختګ لپاره واضح طرحه لرو، چې د دې طرحې په تطبيق کې د خلکو همکاري او تعهد زيات مهم دي.محمد اشرف غني وويل: د داخلي عوايدو زياتېدو لپاره په ګمرکونو او ټولو عايداتي سرچينو کې اصلاحات حياتي ارزښت لري او حکومت په ګمرکونو او عايداتي سرچينو کې د اصلاحاتو راوړو لپاره هراړخيز پلان لري، موږ د دې پلان په تطبيق کې د خلکو او د ملي شورا د دواړو مجلسونو د استازو همکارۍ او تعهد ته اړتيا لرو.جمهوررييس د ځنګلونو د ساتنې او د هېواد د کانونو د ښې کېندنې په اړه د خلکو د عنعنوي طرحې د ملاتړ پرمهال وويل: د کانونو د کېندنې لپاره د لارې نقشه جوړه شوې له دې وروسته به له کانونو څخه د جامع او واضح ليدلوري په اساس ګټه اخيستل کېږي. د کانونو لپاره د لارې دغه نقشه له موږ سره مرسته کوي چې خپل کانونه اوسني نسل او راتلونکو نسلونو ته پر واقعي پانګې بدل کړو.جمهوررييس اداري اصلاحات د هېواد په امنيتي سکتور کې د اصلاحاتو په شان مهم وبلل وې ويل: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له خوا په مرکز او ولايتونو کې د شفافو ازموينو اخيستل  پر دې پروسې
 د ځوانانو باور زياتوي او له نېکه مرغه، چې د اداري اصلاحاتو په برخه کې خوځښت رامنځته شوى
.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha