صفحه اصلی | hiwad | سیاست | امريکا پر طالبانو غږ کړی چې د اشرف غني پر وړانديز غور وکړي

امريکا پر طالبانو غږ کړی چې د اشرف غني پر وړانديز غور وکړي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
امريکا پر طالبانو غږ کړی چې د اشرف غني پر وړانديز غور وکړي

د افغانستان جمهور رييس محمد اشرف غني، تېره اوونۍ په کابل کې په يوه نړيوال کنفرانس کې طالبانو ته د سولې وړانديز وکړ چې پر نورو مسائلو سربېره په کې راغلي وو چې که طالبان د سولي لاره خپله کړي د يوه رسمي ګوند په توګه به ومنل شي.

اشرف غني، ويلي چې د دې په بدل کې به طالبان افغان حکومت او اساسي قانون په رسميت پېژني، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د ټوېټر په پيغام کې ويلي چې د کابل کنفرانس د طالبانو «تسليمي» غواړي. د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې د امريکا دمتحدو ايالتونو د بهرنيو چارو په وزارت کې د سويلي او مرکزي آسيا دچارو مرستيالې او مسوولې اليس ويلز، خبريالانو ته ويلي چې دا د غني له وړانديز څخه اغېزمنه شوې ده. د دې په خبره افغان ولسمشر د ارزښت وړانديز وکړ. دې ويلې : «طالبانو ته چې څه وړانديز شوی هغه تسليمي نه ده، بلکې يوه سياسي چوکاټ ته د رسېدو لپاره د ارزښت وړ پروسه ده.» ويلز د کابل کنفرانس د يوه ريښتني تاريخي پېښې په توګه عنوان کړی. د ويلز په خبره افغان حکومت په احتياط سره طالبانو ته غوږ ونيو او د هغوی ځينو غوښتنو ته يې غبرګون وښود. ويلز زياته کړې چې د غني وړانديز راتلونکې ته متمرکزه و او که سړی په آزاد ډول ووايي، نو ښايي طالبان يې هم حيران کړي وي: (( دا يو زړه ور وړانديز و. )) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت نوموړې چارواکې وويل: (( موږ طالبان دې ته تشويقوو چې دغه وړانديز جدي ونيسي. دا پر طالبانو د غبرګون ښودلو لپاره بار اچوي.)) تېره اوونۍ طالبانو ويلي وو چې له امريکا سره مستقيمو خبرو ته چمتو دي، چې د افغانستان جګړې ته يو «سوله ييز حل» ولټول شي، خو د طالبانو په دغه بيانيه کې له افغان حکومت سره د مذاکراتو يادونه نه ده شوې، دغه شرط دی چې امريکا يې له اوږدې مودې راهيسې د سولې د هر ډول پروسې لپاره مهم ګڼي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha