صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د جرمني دد فاع وزيرې افغانستان ته د نورو سرتېرو د رالېږلو غوښتنه کړې

د جرمني دد فاع وزيرې افغانستان ته د نورو سرتېرو د رالېږلو غوښتنه کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د جرمني دد فاع وزيرې افغانستان ته د نورو سرتېرو د رالېږلو غوښتنه کړې

دا د اوس په نسبت درېـيمه برخه زيات سرتېري دي. د جرمني د پارلمان د اوسني اجازه ليک له مخې يوازې تر ۹۸۰ پورې عسکر دغه ماموريت ته ګمارل کېدای شي چې اوسمهال په افغانستان کې مېشت د جرمني سرتېريو شمېر ۹۶۳ تنو ته رسېږي.

د جرمني دفاع وزيره چې اوسمهال د چارو د سمبالوونکې په توګه کار کوي او داسې اټکلونه هم کېږي چې په دغه هېواد کې د نوي ستر ائتلافي حکومت په جوړېدو به په خپل موقف پاتې شي. نوموړې د طالبانو بيا غښتلي کېدل او د داعش ډلې پراختيا د منځنۍ آسيا هېوادونو ته د تهديد په توګه ګڼي.دا په داسې حال کې ده چې د ناټو غړو هېوادونو تېرکال د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره افغانستان ته د لا ډېرو سرتېريو په رالېږلو سلا وکړه چې په دې توګه به په افغانستان کې د ناټو د سرتېريو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۱۶ زرو سرتېريو ته لوړ شي.د تېر کال د سپټمبر مياشتې په ۲۴ مه د جرمني له پارلماني ټاکنو وروسته د ګډ ائتلافي حکومت د جوړېدو د ځنډ له امله تر اوسه د جرمني سرتېريو شمېر لا روښانه نه دی، خو ويل کېږي چې د نګلاميرکل په مشرۍ د مسيحي دموکرات ګوند او د جرمني په بايرن ايالت کې د هغې ملګري مسيحي سوسيال ګوند له خپل ائتلافي ملګري ګوند سوسيال دموکراتانو سره په دې موضوع عمومي هوکړې ته رسيدلې دي.له ۲۰۰۲م کال راهيسې په افغانستان کې د جرمني ټولټال ۵۶ سرتېري وژل شوي دي. په ۲۰۱۳م کال کې هغه مهال چې    د ناټو جګړه ييز ماموريت پای ته ورسېد، د جرمني سرتېريو تر ټولو ډېر شمېر ۵۰۰۰ سرتېريو ته رسېدلي و.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha