صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د نېشه يي توکو پر ضد د ګډې ستراتيژۍ لپاره له نړيوالې ټولنې غوښتنه

د نېشه يي توکو پر ضد د ګډې ستراتيژۍ لپاره له نړيوالې ټولنې غوښتنه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نېشه يي توکو پر ضد د ګډې ستراتيژۍ لپاره له نړيوالې ټولنې غوښتنه

افغان حکومت د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د نېشه يي توکو پر ضد يوه ګډه ستراتيژي جوړه او د نېشه يي توکو او جرمي شبکو سره له کوم توپير پرته مبارزه وکړي.افغان حکومت د کابل پروسې په دويم کنفرانس کې نېشه يي توکي په افغانستان کې د جګړې د دوام ستر لامل او د نړيوال ترورېزم له پاره يې مالي سرچينه وبلله.

په دې کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل شول چې د نېشه يي توکو پر ضد د مبارزې له پاره دي يوه ګډه ستراتيژي جوړه کړي.د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک په دې کنفرانس کې وويل: د نېشه يي توکو کورنيو قاچاق کوونکو له نړيوالو مافيايي ډلو سره اړيکې جوړې کړي او له نېشه يي موادو څخه تر لاسه شوي پيسې د نړيوال ترورېزم په واك كې وركوي ښاغلي برمک وايي: د مخدره موادو ستر ګواښ ته په کتو سره اړتيا ليدل کېږي چې د مخدره موادو پر ضد يوه نړيواله ستراتيژي رامنځته او په دې برخه کې ګډه مبارزه وشي.نوموړي زياته کړه: (( د مخدره موادوکورني قاچاق کوونکي او نړيواله مافيا سره يو شوي او له مخدره توکو څخه ترلاسه شوى ميليارډونه ډالر د ترورېزم مالي سرچينه ده، بايد د فقر او ناامنۍ له دغه ډول کورنيو لاملونو سره مبارزه وکړو او بهرني عوامل چې د هيروينو د توليد لپاره د کېمياوي موادو قاچاق او په نړيوالو بازارونو کې د هغو پلور او پېر بايد له منځه لاړ شي، په دې برخه کې د مخدره موادو پر ضد يوې نړيوالې ستراتيژۍ ته اړتيا ده.))ښاغلي برمک وايي: د مخدره توکو کورني قاچاق کوونکي او نړيواله مافيا په کال کې د مخدره موادو له قاچاق او توليد څخه ۲۳ ميليارډه امريکايي ډالر عايدات ترلاسه کوي او په تېرو درېيو مياشتو کې د افغانستان په سويل او شمال ختيځ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو
د ګډو عملياتو په نتيجه کې د مخدره موادو د توليد او قاچاقو کورنۍ شبکې پاشل شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې ولسمشر غني په کابل کې د سولې په پاد کنفرانس کې ويلي و ، چې د مخدره موادو کښت، توليد او قاچاق له ترورېزم وروسته په افغانستان کې د جګړې د دوام لامل دی او له نړېوالو يې غوښتي و، چې د نېشه يي موادو پر وړاندې له دوى سره په ګډه مبارزه وکړي.د ولسمشر غني په خبره سلګونه ميليارډه امريکايي ډالر د مخدره توکو په سوداګرۍ کې په كار لوېدلي او دې پيسو جرمي او نامشروع اقتصاد پياوړي کړي دي.په ورته وخت کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير صلاح الدين رباني د کابل پروسې په د ويم کنفرانس کې د ۲۵ برخه والو هېوادونو له استازو وغوښتل چې له نېشه يي توکو سره په مبارزه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي، ځکه چې افغان ځواکونه د نړيوالو په آستازيتوب له مخدره موادو سره مبارزه کوي.نوموړي زياته کړه: : موږ يو ځل بيا له خپلو ګاونډيانو او نړيوالو څخه غواړو چې د ترورېزم او مخدره موادو پر ضد مبارزه کې خپله همکاري ډېره کړي، زموږ ځواکونه او خلک د سيمې او نړۍ په استازيتوب له دغو دوو ناولو پديدو سره مبارزه کوي، دا غونډه يو ښه فرصت دې چې د ترورېزم او جرمي شبکو د ماتې
 په برخه کې له توپير پرته د نړيوالې ټولنې پر ژمنوکتنه وکړو.)) د کورنيو چارو وزارت پخواني مرستيال ميرزا محمد يارمند ترورېزم او مخدره مواد دواړه د بشر ګډ دښمن بولي او وايي، تر څو چې له مخدره موادو سره د ترورېزم د تمويل اصلي سرچينه وچه نه شي، د تروريستانو ماتول ګران کار دي
.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha