صفحه اصلی | hiwad | سیاست | عبدالله: ترورېزم د بشري حقونو د اعادې هڅې له خنډ سره مخ کړې

عبدالله: ترورېزم د بشري حقونو د اعادې هڅې له خنډ سره مخ کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
عبدالله: ترورېزم د بشري حقونو د اعادې هڅې له خنډ سره مخ کړې

د افغانستان اجرائيه رييس عبدالله عبدالله پرون دوشنبه د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته وويل چې ترورېستي ډلو په افغانستان کې د بشري حقونو د اعادې لپاره د حکومت هڅې له خنډ سره مخامخ کړې دي.

افغانستان د روان کال په پيل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د شورا چې مقر يې د سوېس په ژنيو ښار کې دى، ۳ کلن غړيتوب ترلاسه کړ.عبدالله عبدالله د يکشنبې په ورځ سوېس ته ورسېد.د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل پرون له سويسه له آزادۍ راډيو سره په مرکه کې وويل چې عبدالله له نړيوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د هغو دولتونو مخنيوى وکړي چې له ترورېستي ډلو سره مرسته کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو نقض ته زمينه برابروي.عبدالله عبدالله په ځانګړي ډول د انتحاري حملو لپاره د تنکيو ځوانانو او کوچنيانو استفادې ته اشاره کړې ده.د ښاغلي فيصل په وينا،اجرائيه رييس له نړيوالې ټولنې همدا راز غوښتنه کړې چې د هغو دولتونو، ډلو او وګړو پرضد اقدام وکړي چې افغانستان ته ماينونه استوي.

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha