صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني : ټاپي پروژه د يو عظيم تحول پيل دى

جمهور رييس غني : ټاپي پروژه د يو عظيم تحول پيل دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني :  ټاپي پروژه د يو عظيم تحول پيل دى

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون سهار په غازي امان الله خان تالار کې د هرات له يو شمېر مشرانو او ځوانانو سره په کتنه کې د دوى ستونزې او وړانديزونه واورېدل.

په پيل کې نيکونام او امين الله جعفري د نورو په استازيتوب د خبرو پرمهال جمهور رييس ته د ښه راغلاست پرمهال د ټاپي پروژې د کار د پيل له امله مننه وکړه او زياته يې کړه: دغه پروژه به د ملي عوايدو د زياتوالي له لارې د افغانستان او په ځانګړي ډول د ټاپي پروژې په مسير کې د پرتو ولايتونو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون راولي.دوى  همدارنګه د ښې حکومتولۍ، له اداري فساد سره د مبارزې، د قانون د حاکميت، د ادارو د ځوانېدو، داصلاحاتو او د انکشافي برنامو د تطبيق په برخه کې د جمهور رييس هلې ځلې او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې او همدارنګه يې له دولت، جمهور رييس او د حکومت له ټولو برنامو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.يادو ويناوالو همدارنګه د سمنټود فابريکې، دپاشدان بندد جوړولو، د هرات په اداره کې د اصلاحاتو، د شهيدانو او معلولينو کورنيو ته د رسيدګۍ، د هرات په محلي ادارو کې د ښځو د استخدام، کډوالو 

او بې ځايه شويو ته د پاملرنې په اړه خپل وړانديزونه له جمهور رييس سره شريک کړل.جمهور رييس غني له يادو ويناوالو څخه د ستونزو او لاسته راوړنو د واضح ارزونې د وړاندې کولو له امله مننه وکړه او همدارنګه يې په هرات کې د باورمندۍ، اتحاد او همغږۍ رامنځته شوې فضا ته په اشارې وويل: هيله ده چې دغه فضا په ټول هېواد کې انکشاف وکړي.جمهور رييس څرګنده کړه: ټاپي د يو عظيم تحول پيل او هرات په صنعتي او منظم ښار د بدلېدو په حال کې دى او يوازې د چشت شريف کانونه د افغانستان وضعيت ته اساسي بدلون ورکولى شي. ده زياته کړه: د هرات کرنه بايد په اساسي توګه عصري شي او په افغانستان کې د قومونو او مذاهبو وحدت بايد لا پياوړي او وساتل شي.جمهور رييس وويل: له تېرو درېو کالو راهيسې يو تحرک رامنځته شوي او موږ د مخته تګ په حال کې يو، خو دغه سرعت کافي نه دي. ده زياته کړه، د ټاپي د کار پيل، د مرکزي افغانستان د جغرافيايي زندان ماتېدل او د ادارو ځوانول د دغه تحرک او دوامداره اصلاحاتو بېلګې دي. جمهور رييس غني وويل: د شهيدانو او معلولينو کورنيو ته د رسيدګى موضوع په خپله وخت په وخت تعقيبوم او له اجتماعي پلوه ورباندې تمرکزکېږي او د منظم پلان له مخې به د کډوالو  او راستنېدونکو د ځاى پرځاى کولو ترتيبات ونيول شي.


 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha