صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د افغان مېرمنو په نوښت به د ټاپي غړو هېوادونو د ښځو غونډه جوړه شي

د افغان مېرمنو په نوښت به د ټاپي غړو هېوادونو د ښځو غونډه جوړه شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغان مېرمنو په نوښت به د ټاپي غړو هېوادونو د ښځو غونډه جوړه شي

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس محمد اشرف غني د هرات ولاىت ته د خپل سفر په درىمه ورځ پرون له غرمې مخکې په بېلابېلو برخو کې له فعالو ښځو سره په کتنه کې د هغوى نظرىات او غوښتنې واورېدې

.په دې کتنه کې چې د غازي امان الله خان په تالار کې ترسره شوې، لومړى د ښځو د غىاثىه عالي مدرسې مسوولې ملکه مهىر د هېواد جمهور رييس ته د ښه راغلاست پرمهال ټولو هېوادوالو ته د ټاپي پروژې د کار د پرانىستې مبارکي ورکړه.هغې زىاته کړه، ښځې د حکومت د زىربناىي او اقتصادي پروګرامونو هر اړخىز ملاتړ کوي او په زونونو کې د ستاژ مرکزونو، د دىني مراکزو د تجهىز، د کلىنىک د نشتوالي، د سوڅېدنې د درملنې د معىاري روغتون د جوړېدو، د تحصىلي بورسونو د ورکړې، د متقاعدىنو د مرکزونو

د اىجاد او د ټآپي په پروژه کې د ښځو د شاملولو په اړه مشخصې ستونزې او وړاندىزونه مطرح کړل. مژگان انتظار، معصومې حىدري، زهرا قاضي زاده او زهرا گل پوپل هم خبرې وکړې او د لوىو سىمه ىىزو او زىربناىي پروژو  په تطبىق کې ىې د جمهور رييس د کوښښونو قدرداني وکړه.

هغوى د تحصىلي بورسونو د ورکړې، د ښځو د پىاوړتىا پروګرام ته د بودجې د ځانګړي کولو، په حکومت کې د ښځو لىدلورىو او ظرفىت څخه د استفادې، د ښوونکو د ستونزو د حل، د ښځو د سوداګرىز مارکېټ د اىجاد، د اوږدمهاله پورونو د ورکړې، د افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکستان هېوادونو د ښځو د ګډې غونډې جوړولو او د افسري د اوږدمهاله کورسونو د جوړولو په اړه خپل وړاندىزونه مطرح کړل.وروسته د هېواد جمهور رييس په بېلابېلو برخو کې د ښځو د حضور او انکشافي پروژو څخه د هغوى له ملاتړه مننه وکړه او وې وىل، باىد ښځو ته د تبعىض په نظر ونه ګورو. هغه ټىنګار وکړ، د ښځو د پىاوړتىا پروګرامونو د تطبىق لپاره باىد د عمل همه شمول پلان  ترتىب شي. جمهور رييس ووىل، د ټاپي غړو هېوادونو د ښځو غونډه به د افغانستتان د ښځو په نوښت په نوبت واره توګه په څلورو هېوادونو کې جوړې شي او دا د هرات د ښځو ښه نوښت دى. هغه د ښځىنه متخصصو کدرونو د جذب په اړه ووىل، زىاتې ښځې به په ادارو په ځانګړي ډول معارف کې جذب شي.

د هېواد جمهور رييس د ښځو د ظرفىت پر تثبىت ټىنګار وکړ او وې وىل، د زىاتو متخصصو کدرونو په تشخىص سره موږ کولاى شو په بېلابېلو برخو کې د ښځو پىاوړتىا څخه استفاده وکړو، ځکه ښځې کولاى شي پنځه نسلونه تغىر کړي. جمهور رييس زىاته کړه، اسلام ښځو ته حقونه ورکړي او موږ باىد په اسلامي معىارونو عمل وکړو.جمهور رييس غني څرګنده کړه، په بېلابېلو  پروژو کې د ښځو ونډه او حضور په پام کې نىول کېږي او موږ غواړو چې ښځې د قضا سکتور کې هم اساسي رول ولري.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha