صفحه اصلی | hiwad | سیاست | په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار د جمهور رييس غني په وىنا پىل شو

په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار د جمهور رييس غني په وىنا پىل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار د جمهور رييس غني په وىنا پىل شو

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس محمد اشرف غني، د ترکمنستان جمهور رييس قربانقلي بردي محمدوف، د پاکستان لومړى وزىر شاهد خاقان عباسي او په بهرنىو چارو کې د هند د دولت وزىر مبشر جاوىد اکبر د ټاپي پروژې کار د پرانىستې مراسمو کې ګډون او وىناوې وکړې.

د ټاپي پروژې د کار پرانىستې مراسمو کې چې د هرات ښار مولانا جلال الدىن محمد بلخي تالار کې ترسره شول، د ټاپي غړو هېوادونو پر پلاوىو سربېره، په افغانستان کې د بېلابېلو  هېوادونو استوګن سفىرانو او ډيپلوماتانو، د سىمې هېوادونو لوړ پوړو پلاوىو، د ملي شورا رييسانو او غړو، د هېواد سىاسي او ملي شخصىتونو هم په کې ګډون درلود. د هېواد جمهور رييس د ټاپي غړو هېوادونو مشرانو او په ىادو مراسمو کې حاضرو مېلمنو ته د ښه راغلاست پرمهال ووىل: زه د ىو افغان په  توګه ټولو افغانانو او د ترکمنستان، پاکستان او هندوستان خلکو ته د دغې نېکمرغه ورځې مبارکي واىم. هغه زىاته کړه، نن هرات سىمې ته د بىا احىا او امىد پىغام ورکوي او دا ىوازې د ګازو پروژه نه ده، بلکې برېښنا، نوري فاىبر او د اورګاډي کرښه به هم ورسره وي.  جمهور رييس غني څرګنده کړه: زموږ پىغام د سىمه ىىزې همکارۍ پىغام دى او زموږ خلک واضح تعهد لري،  چې د خپلو امنىتي ځواکونو ترڅنګ د کار د چټکولو او د دې پروژې د امنىت تامىن کې هر اړخىزه همکاري وکړي.هغه زىاته کړه، دا پروژه له  هرات څخه پىل شوه او فراه، نىمروز، هلمند او کندهار او له دې مسىر څخه به پاکستان او په نهاىت کې هند ته وغځېږي.جمهور رييس محمد اشرف غني څرګنده کړه، هرات د آسىا څلور لاره وه او د اسىا د څلور لارې په  توګه به همداسې پاتې شي او د هرات دروازې ىې د پراخو اړىکو استازىتوب کوي. د هېواد جمهور رييس د زىربناىي لوى پروژو ارزښت ته په اشارې ووىل، د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ۵۰۰ کىلو ولټه برېښنا د لېږد لىن د دې لامل کېږي چې د افغانستان دوه لوى اقتصادي حوزې (هرات، کندهار) سره نښلوي. جمهور رييس ووىل، ټاپي به د خلکو د

سترخوان بدل کړي او زموږ خلک هوساىنې او سوکالۍ ته رسوي او زموږ هېوادوالو ته د عواىدو د زىاتوالي او کارموندنې زمىنه برابروي.جمهور رييس غني د سىمه ىىزو مناسباتو پىاوړتىا مهمه وبلله وې وىل، سىمه ىىزې همکارۍ موږ له فقر څخه ثروت ته رسوي او زىاته ىې کړه، هر افغان ټاپي پروژه د ځان بولي او ډاډ ورکوي چې افغانستان به د دې پروژې د عملي کولو په برخه کې هېڅ اقدام درېغ نه کړي. هغه زىاته کړه، موږ هېڅ وخت په تېر کې بند نه پاتې کېږو او راتلونکي ته ګورو، له هېڅ هېواد سره دښمني نه لرو او ملي ګټې موږ ته لومړىتوب لري او موږ غواړو چې د سىمه ىىزې همکارۍ په محور کې قرار لرو. د هېواد جمهور رييس ووىل، د ۵۰۰ کىلو ولټه برېښنا د لېږد لىن دوه اقتصادي حوزې ىانې هرات او کندهار او سىستان او هلمند سره نښلوي او د خلکو کورونو ته رڼا راوړي.جمهور رييس محمد اشرف غني پر وخت د ټاپي پروژې د عملي کولو په خاطر د جمهور رييس قربانقلي بردي محمدوف د کوښښونو مننه وکړه. وروسته د ترکمنستان جمهور رييس قربانقلي بردي محمدوف په  خپلو خبرو کې ووىل، ټاپي او ټولې اړوندې پروژې د سىمې هېوادونو تر منځ د همکارۍ له هغو نمونو څخه ګڼل کېږي او دا پروژه د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د بىن المللي اړىکو لپاره ښه فرصتونه برابروي.د ترکمنستان جمهور رييس ووىل، زه باورمند ىم چې دغسې زېربناىي پروژې د افغانستان د اقتصاد په وده کې مثبت او هر اړخىزې اغېزې ولري او له افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې مرسته کوي. بردي محمدوف زىاته کړه، ترکمنستان د دوست او همکار هېواد په توګه د افغانستان دولت او خلکو ته ډاډ ورکړ چې د اقتصادي ودې او هر اړخىز ملاتړ په برخه کې به همکار وي.هغه د کارموندنې په برخه کې د ىادې پروژې رول موثر وباله او ټىنګار ىې وکړ چې د دغسې پروژو عملي کول د سىمې د قومونو او هېوادونو تر منځ اړىکې زىاتې پراخوي.ورپسې د پاکستان لومړي وزىر شاهد خاقان عباسي د ټاپي پروژې د ارزښت په  اړه خبرې وکړې د دې پروژې د کار د پرانىستې د مبارکۍ ترڅنګ ىې ووىل: ټاپي ىوه پېړۍ دمخه خوب وو چې نن عملي شوى او د سىمې د هېوادونو وضعىت بدلولى شي.هغه زىاته کړه، افغانستان په ټاپي پروژه کې مرکزي رول لري او زه له جمهور رييس  غني څخه چې د دې پروژې عملي کولو کې اساسي تعهد لري، مننه کوم. د پاکستان لومړى وزىر ووىل، ټاپي د سىمې هېوادونو تر منځ د پىاوړتىا لامل کېږي.د پاکستان لومړي وزىر ډاډ ورکړ چې د ټاپي عملي کولو ته بشپړ تعهد لري او همدارنګه پاکستان د سولې او ثبات تامىن ته ژمن دى. د ده په باور د افغانستان کامىابي د پاکستان کامىابي ده او د افغانستان امنىت د پاکستان له امنىت سره برابر دى. په بهرنىو چارو کې د هند د دولت وزىر مبشر جاوىد اکبر د خپلو خبرو پرمهال د ټاپي پروژې د عملي کار مبارکي ووىله. هغه د افغانستان او هند تر منځ د اړىکو ارزښت ته په اشارې ووىل: چشتىه او نقشبندىه اړىکو د دواړو هېوادونو اړىکې لا پىاوړې کړي. هغه زىاته کړه، ټاپي هغه مسىر دى چې کولاى شي د سىمې هېوادونو د خلکو ژوند بدل کړي او دا پروژه به د اقتصاد د ودې او د فقر د له منځه وړلو لامل شي. بهرنىو اړىکو کې د هند د دولت وزىر ووىل، افغانستان د اسىا زړه دى او د ستونزو پر وړاندې د دې هېواد مقاومت ىوه معجزه ده.په بهرنىو اړىکو کې د هند د دولت وزىر زىاته کړه، د اقتصادي برنامو ترڅنګ باىد د ترورىزم پر ضد هم مبارزه وشي او هند په ټولو برخو کې خپل رول په هر اړخىز ډول ترسره کړي. د وىلو ده چې نن به د تورغونډۍ د اورګاډي کرښه هم په شاندارو مراسمو کې د دواړو هېوادونو د پلاوىو په حضور کې پرانىستل شي او په پام کې ده چې د ټاپي پروژې سره همزمان د ۵۰۰ کىلو اولټه برېښنا لېږد لىن، اورګاډي کرښې او نوري فاىبر پروژې تطبىق شي. د ىادو مراسمو په پاى کې د ټاپي غړو هېوادونو لوړ پوړو پلاوىو د افغان لاسي صناىعو نندارتون څخه لىدنه وکړه او د جمهور رييس غني له لوري د دوى په وىاړ جوړه شوې مېلمستىا کې ىې ګډون وکړ.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha