صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ولسمشر غني د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

ولسمشر غني د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسمشر غني د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاريو پر پراختيا ټينګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون ماښام د قزاقستان لوى درستيز مراد مايکيوف او د ازبکستان لوى درستيز پاول ارګشيف د جمهوري رياست ګلخانه ماڼۍ کې خپل حضور ته ومنل

.په پېل کې د يادو هېوادونو لوى درستيزانو د خپلو هېوادونو د رهبرۍاو خلکو نېکې هيلې جمهور رييس محمد اشرف غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې. دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړيډول د ترورېزم پر ضد مبارزې، سيمه ييزه، امنيتي، اقتصادي او ټرانزيټي همکاريو په اړه بحث او خبرې وکړې.د هېواد جمهور رييس وويل، ستاسو سفر به په نظامي برخه کې په ځانګړي ډول د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان د اردو ترمنځ د اړيکو او همکاريو نوى فصل پرانيزي او زه هيله من يم چې زموږ مناسبات په راتلونکي کې هم زيات پراخه شي.د قزاقستان او ازبکستان لوى درستيزانو د هېواد سختو جنګي شرايطو ته په پام د جمهور رييس غني د مدبرانه رهبرۍ مننه وکړه او زياته يې کړه: تاسو په دغه حساس پړاو کې امنيتي مسايلو ته په پام د اقتصادي ودې او د افغانستان د خلکو د هوساينې د تامين لپاره هم کار کوي چې دا هڅې د ستاينې وړ دي.هغوى وويل: زموږ هيله داده چې افغانستان د خپلو سيمه ييزو او نړيوالو شريکانو په ګډو کوښښونو له ترورېزم سره د مبارزې او د دايمي سولې او ثبات په تامين کې بريالي شي او په اقتصادي اوسوداګريزو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha