صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ولسي جرګه : افغانستان برلاسى دى او پاکستان دې دوه ګونى سياست پرېږدي

ولسي جرګه : افغانستان برلاسى دى او پاکستان دې دوه ګونى سياست پرېږدي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ولسي جرګه : افغانستان برلاسى دى او پاکستان دې دوه ګونى سياست پرېږدي

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوى وايي: له پاکستان سره په خبرو کې افغانستان ښه برلاسى دى او پاکستان ته ښيي چې نور له دوه ګوني سياسته لاس په سر شي.

وروسته له هغې چې کابل او اسلام اباد د سولې او يووالي د عمل پلان په چوکاټ کې د تر سره شويو خبرو د نه پرمختګ په اړه وويل: د ولسي جرګې اداري پلاوى وايي: افغانستان په دغو خبرو کې برلاسى او ښه ملاتړ لري.د دغې جرګې دوهم مرستيال نذير احمدزي د يکشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وويل، دا چې اسلام اباد د افغانستان په ډېرو ناخوالو کې لاس لري، نو شايد دا خبرې ژر نتيجه ورنه کړي، خو په وينا يې افغانستان دا وخت يوازې نه دى.نوموړي زياته کړه:"پاکستان بايد اوس يو طرفه سياست وکړي نه دوه مخى سياست، ځکه افغان ولس خپل غږ ټولو نړيوالو ته ورساوه او نړيوال په دې ښه پوه شوي چې افغان حکومت په دې خبرو او موضوع کې ښه برلاسى دى، ځکه دوى وشواى کولى چې واقعيتونه نړيوالو ته وښيي او دوى د ځان ملګري کړي."دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې او يووالي د عمل پلان په چوکاټ کې له تېرو دوو اوونيو راهيسې په کابل او اسلام اباد کې درى غونډې وشوې.وروستۍ  غونډه وړمه ورځ د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې پاى ته ورسېده.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د غونډې له پاى ته رسېدو وروسته په اعلاميه کې وويل: د افغانستان او پاکستان لوړپوړي پلاوي پر هغو مسئلو چې افغان لوري ته لومړيتوب لري، موافقې ته نه دي رسېدلي.په بيان کې ويل شوي چې دواړو لورو د همکاريو د پراختيا لپاره د مېکانېزم پرجوړولو پرمختګ کړى، خو د ترورېزم پر ضد په مبارزه، د تاوتريخوالي په کمولو او د سولې لپاره په جوړجاړي کې موافقې ته نه دي رسېدلي.په اسلام اباد کې د دوه ورځنيو خبرو په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد فيصل هم پر خپل ټوېټر وليکل چې پرځينو مواردو موافقې شوې، خو پر يو شمېر نورو مسئلو لا هم کار ته اړتيا ده. د افغانستان له لوري د دغو مذاکراتو مشري د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزى او د پاکستان له لوري بيا د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت مرستياله تهمينه جنجوعه په غاړه لري.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha