صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د ولسمشرۍ ماڼۍ د قيادي شورا د جوړېدو په اړه اوازې رد کړې

د ولسمشرۍ ماڼۍ د قيادي شورا د جوړېدو په اړه اوازې رد کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ولسمشرۍ ماڼۍ د قيادي شورا د جوړېدو په اړه اوازې رد کړې

د افغانستان جمهوري رياست هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې د ملي يووالي حکومت د انتخاباتو پرځای د قيادي شورا په جوړېدو سره غواړي خپله د کار دوره تمديد کړي.جمهوري رياست وايي:

د قيادي شورا د جوړېدو لپاره هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې او ولسمشر حتا يوه ورځ هم له هغې مودې ورهاخوا چې په اساسي قانون کې ورته ټاکل شوې په کار کې د پاتې کېدو تمه نه لري.د جمهوري رياست د ويندوى د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي د شنبې په ورځ له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې د قيادي شورا د جوړېدو په اړه اوازې رد کړې او وايي: ولسمشر د اساسي قانون عملي کولو ته ژمن دى.د ښاغلي مرتضوي په خبره د جمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو ترسره کېدل حتمي دي او هېڅ بديل يې نه شته. ده زياته کړه: (( په هېڅ وجه دغه موضوع د اجندا يوه برخه نه وه، موږ په شديده توګه دغه موضوع ردوو چې ګواکې د قيادي شورا له لوري دې د حکومت د کار دوره وغځول شي، جمهور رييس په کراتو دا خبره کړې، له هغې مودې څخه چې په اساسي قانون کې ورته ټاکل شوې حتا د يوې ورځې لپاره به زيات خپل کار ته دوام ورنه کړي او د جمهوري رياست انتخابات بايد پر خپل وخت او په شفافه توګه ترسره شي، هغه اوازې چې په دې برخه کې مطرح شوي بې بنسټه دي.))دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې جمهور رييس محمد اشرف غني د عبدرب رسول سياف، ګلبدين حکمتيار، محمد محقق، فضل الهادي مسلميار او کريم خليلي په ګډون له ځينو جهادي او سياسي څېرو سره د کتنې لړۍ پيل کړې ده.له دغو کتنو سره هممهاله، په رسنيو کې د ځينو سياسي ګوندونو د استازيو له آدرسه داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې د سياسي او جهادي مشرانو د قيادي شورا په رامنځته کېدو سره هڅه کېږي چې د جمهوري رياست د راتلونکو انتخاباتو مخه دې ونيول شي.په رسنيو کې د حراست او ثبات شورا د وياند مسعود ترشتوال له قوله ويل شوي چې د قيادي شورا جوړول نه منطقي اقدام دى او نه هم د افغانستان له اساسي قانون سره مطابقت لري،خو د جمهوري رياست د ويندوى د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي بيا وايي: له سياسي او جهادي څېرو سره د جمهور رييس ليدنې د ملي او نړيوالو مسائلو په اړه د سلا مشورو په هدف ترسره کېږي،خو پوښتنه دا ده چې د حراست او ثبات شورا وياند مسعود ترشتوال دغه اندېښنې په کوم اساس مطرح کړي دي.نوموړي له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې دغه پوښتنه داسې ځواب کړه:(( هغه څه چې له قراينو او شواهدو معلومېږي او هغه معلومات چې له مشورتي غونډو راوځي ويل کېږي چې حکومت د لويې قيادي شورا د رامنځته کولو هڅې کوي، موږ د حکومت د کار د دوام او د سياسي واک د لېږد لپاره پر انتخاباتو باور لرو او انتخابات هېڅ بديل نه لري.))له بلې خوا د سياسي چارو کارپوه کبير رنجبر بيا وايي: فکر نه کوي چې د قيادي شورا د رامنځته کېدو په اړه اوازې دې واقعيت ولري.د نوموړي په خبره د ملي يووالي حکومت مشران او نړيواله ټولنه به هېڅکله د افغانستان اساسي قانون دومره هم نقض نه کړي چې هېواد له يو بل کړکېچ سره مخامخ کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha