صفحه اصلی | hiwad | سیاست | په امنىتي او دفاعي بنسټونو کې اصلاحات د معىارونو پر بنسټ ترسره کېږي

په امنىتي او دفاعي بنسټونو کې اصلاحات د معىارونو پر بنسټ ترسره کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په امنىتي او دفاعي بنسټونو کې اصلاحات د معىارونو پر بنسټ ترسره کېږي

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهور رييس محمد اشرف غني د سلواغې په ۱۸مه ماسپښىن د هېواد د ملي، امنىتي او دفاعي ځواکونو منسوبىنو ته د عالي دولتي مډالونو په ورکولو سره د هغوى د سرښندنو او کوښښونو ستاىنه وکړه.

په پىل کې د جمهور رييس فرهنګي سلاکاراستاد اسدالله غضنفر د مډالونو د ورکړې فرمانونه ولوستل. په فرمانونو کې راغلي دي د وطن د دفاع، د امنىت د تامىن، له ترورېزم سره د مبارزې او د افغانستان د ملي حاکمىت د ټىنګښت په موخه په اخلاص او صداقت د ورسپارل شوىو دندو د ترسره کولو په خاطرعالي دولتي مډالونه ورکړل شول.ورپسې د هېواد جمهور رييس د ځانګړو عملىاتو ځواکونو (جىساک) پنځو منسوبىنو او د نصرت ملي مرکز دوه منسوبىنو، د هواىي ځواک قول اردو دوه تنو منسوبىنو، د پولىسو ځانګړې قطعې عمومي قوماندانۍ دوه تنو منسوبىنو او د ملي دفاع وزارت شپږوتنو منسوبىنو ته عالي دولتي مډالونه ورکړل.جمهور رييس غني دغو ځواکونو ته په خطاب کې ووىل: تاسو ما او د افغانستان خلکو ته ځانګړي ىاست او پر تاسو وىاړم. نن زما لپاره ځانګړې ورځ ده، ځکه ستاسو هر ىوه په څېره کې تدبىر، زړورتىا، برىالىتوب او د افغانستان بقا او وقار لىدل کېږي.هغه زىاته کړه: تاسو د افغانستان د تداوم او بقا نمونه ىاست، د هېواد دښمنان دې پوه شي چې تاسو هر ىو د ترورېستانو د نابودۍ او ځپلو په موخه په زړورتىا اقدام کوئ او تاسو د افغانستان د ملي ارادې ښکارندوى ىاست.جمهور رييس غني څرګنده کړه: تېر کال هره شىبه ما کوښښ وکړ چې تاسو زىات پىاوړي او چمتو شئ او زما زړه تل ستاسو د برىالىتوب لپاره تپېده. هغه زىاته کړه: په دې درې کلونو کې زموږ هواىي ځواکونه د بلوغ پړاو ته رسېدلي او اوس په پوره دقت، منسجم او هدفمند نظامي عملىات ترسره کوي او د افغانستان دښمنان له دې ځواکونو سره د مقابلې تواناىي نه لري.جمهور رييس محمد اشرف غني ووىل: زموږ د امنىتي او دفاعي ځواکونو له برکته نړىوالې ټولنې د افغانستان برحقه داعىه منلې او د افغانستان دښمنان دې پوه شي چې برىالىتوب زموږ دى.جمهور رييس زىاته کړه: د وسله وال پوځ د ستونزو رفع کول او امنىتي او دفاعي ځواکونو او د هغوى کورنىو ته  رسىدګي زما له کاري لومړىتوبونو څخه ده . هغه ووىل: په ملي دفاع او کورنىو چارو وزارتونو او د ملي امنىت عمومي رىاست کې اصلاحات جرىان لري او اوس د نوي نسل د بدلون لپاره فرصت دى.د هېواد جمهور رييس ووىل: په امنىتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحي سىستم تطبىق شفاف او د کفاىت او لازمو معىارونو پر اساس ترسره کېږي. هغه د هېواد د امنىتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د همغږۍ، تعهد، زړورتىا، مېړانې او سرښندنو مننه او قدرداني وکړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha