صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د ګڼو شمالي او نورو ولايتونو خلكو د ولسمشر د پلانونو هركلى وكړ

د ګڼو شمالي او نورو ولايتونو خلكو د ولسمشر د پلانونو هركلى وكړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ګڼو شمالي او نورو ولايتونو خلكو د ولسمشر د پلانونو هركلى وكړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د سلواغې په شپاړسم ماښام د بلخ، كاپيسا، بدخشان، تخار، سمنګان، پروان، كابل، سرپل او جوزجان ولايتونو له جهادي شخصيتونو، علماو او متنفذينو سره په ارګ کې وکتل. په دې کتنه کې،

سيد حبيب الله سادات د بلخ، ډاکتر معروف خان قادري د کاپيسا، عبدالقدير صياد د بدخشان، قاري سمېع الله  د تخار، جوره‌ قل روزي د سمنګان، د کابل والي يعقوب حيدري، حاجي شيرين آقا د سرپل، محمد کريم جوزجاني، حميرا، اکاخېل او مېرمن رودابه د نورو په استازيتوب خبرې وکړې  هغوى د بهرني سياست، د اوبو مهارولو، اقتصاد، سيمه ييز اتصال، لويو زېربنايي پروژو او ولسي تړون پروګرام  په برخو کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او  د افغانستان حکومت د تصميمونو ملاتړ يې وکړ. همداراز يادو مشرانو د امنيت د تامين، د ملي پوليسو د شمېر د زياتوالي، پوهنې، د ابدرې بند او د کاپيسا ولايت د صيادو ملي پارک د جوړېدو، د ګلبهار نساجي فابريکې د بيارغولو، د بدخشان ولايت د سلفي کوکچې د بند جوړېدو، د تالقانو او د تخار هوايي ډګر د سرکونو د جوړېدو او د دغه ولايت د روغتون د تجهيز، د سمنګان د سکرو دکان د معياري کېندنې، د دره صوف د سرک قير کولو، په ملي تدارکاتو کمېسيون کې د اب کلي بند د شاملولو، په سمنګانو ولايت کې د ترورېستي ډلو پر ضد د عملياتو پيلولو او د هغه ولايت ملکي ادارو ته پاملرنه، د چاريکارو ښار د حلقوي سړک او د پروان ولايت د صنعتي پارک د جوړېدو او د جوزحان د هوايي ډګر ترميم او په ملي بودجه کې د هغه ولايت د ۳۲ کيلومتره سړک شاملول او د هغه ولايت ښوونکو ته د سيمه ييزو معاشونو د ورکړې په برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې.

د کابل والي په خپلو خبرو کې وويل: د کابل امنيت د نږدې ولسواليو او ولايتونو په امنيت پورې تړاو لري او د دې لپاره موږ  پر جامع پلان کار کوو.

جمهوررييس غني د يادو مشرانو د غوښتنو او ستونزو له اورېدو وروسته په هېواد کې د وروستيو ترورېستي پېښو په خاطر د خواخوږۍ او ډاډګيرنې دڅرګندولو ترڅنګ وويل: موږ له خپلو نېکونو زده کړي، هرکله چې پر ملت، غم او بوږنوونکې پېښې راغلي، نو ملت په اتفاق او همدلۍ پر هغو د برياليتوب لپاره هڅې کړي.

 جمهوررييس زياته کړه:  ستاسې مهمه خبره چې ماته قوت راکوي دا ده چې تاسې وويل: د نن ملت د پرون ملت نه دى، د پرون ملت د غازي امان الله خان اصلاحات درک نه کړل، خو نن زموږ ملت عدالت غواړي.

ده وويل: تاسې ډاډه اوسئ چې جمهوررييس د ملت خادم دى، دلته نه مطلقه پادشاهي ده او نه هم ديکتاتوري، يواځې د ملت اراده  پر ځای ده او زما تصميمونه د فکر له مخې پرېکنده دي.

جمهوررييس وويل: ستاسې پيغام د ملي يووالي پيغام دى او د۴۰ کلن بحران د له منځه وړلو په خاطر له نظام څخه ستاسو ملاتړ زما حرکت چټکوي. هغه زياته کړه: زموږ د کار موخه راتلونکو نسلونو ته د بنسټ اېښودل دي.

محمد اشرف غني د کابل د امنيت د تامين لپاره د حکومت د پلانونو په اړه وويل: د کابل ښار امنيتي پلان بشپړ شوی او تر راتلونکو دوو اونيو پورې به يې د تطبيق شاهدان واوسئ. هغه زياته کړه: د کابل د بيا احيا لپاره اساسي پلانونه هم بشپړ شوى او په نږدې راتلونکي کې به د لويو عمراني پروژو د پيل شاهدان  واوسو.

جمهوررييس غني د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې د بدخشان او پروان د بچيانو د قربانيو ستاينه وکړه وې ويل: دغه قربانۍ او اتلولۍ به د هېواد په تاريخ کې په طلايي خط وليکل شي.

جمهوررييس په سرپل او جوزجان ولايتونوکې د عملياتو پيلولو په اړه د مشرانو د غوښتنو په اړه وويل: پراخ عمليات پيلېږي او په دې برخه کې ترتيبات نيول شوي. دښمنان بايد پوه شي، لکه څنګه چې د هلمند په بهرامچه کې له سترې ماتې سره مخ شول، په ټول افغانستان کې به دغه ډول ماتې تجربه کړي.

ده زياته کړه: زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد په ولسواليو او اطراف کې په مخامخ جګړه کې بريالي وو، خو د هېواد امنيتي او دفاعي ارګانونه ستاسې په همکارۍ  هراړخيزو اصلاحاتو ته اړتيا لري چې منسوبين يې يواځې اسلام او افغانستان ته تعهد ولري. جمهوررييس غني وويل: هوايي ځواکونه درې چنده کېږي او کوماندو ځواکونه هم د دوه چنده کېدو په حال کې دي. جمهوررييس څرګنده کړه: دا لوی فرصت دى چې نړۍ زموږ برحقه دريځ درک کړي او له افغانستان څخه ملاتړ کوي. اوس د تفرقې او کوچنيو خبرو وخت تېر شوى او دغه فرصت بايد ضايع نه شي. ده زياته کړه: موږ له پاکستان سره دښمني نه لرو، دغه هېواد بايد له موږ سره دښمني پرېږدي او خپل بې پريتوب وساتي. د هېواد جمهوررييس د اصلاحاتو په برخه کې د حکومت د پروګرامونو په اړه هم معلومات ورکړل وې ويل: په ټولو برخو کې د شفافيت پر بنسټ کادري اصلاحات دوام لري د مثال په ډول، د اداري اصلاحاتو ازموينې شفافې دي او د لا زيات شفافيت لوري ته روان دي. ده ژمنه وکړه چې اداري اصلاحات انسجام ته رسوو. محمد اشرف غني د هېواد له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو ارزښت ته په اشارې وويل: د افغانستان په تاريخ کې د نن په اندازه مشور تصميمونه، نه دي نيول شوي او هېڅ تصميم به د پردې ترشا  ونه نيول شي.

ده زياته کړه: موږ غواړو چې د افغانستان ګټې د نړۍ له سترو ګټو سره همګامه شي او داسې سيستم رامنځته کړو چې راتلونکي جمهوررييس له ستونزو سره مخ نه شي. جمهوررييس وويل: تر راتلونکو دوو اوونيو د ټاپي د ګازو نل ليکه هرات ته رارسېږي او افغانستان به لومړني هېواد وي چې له دغې پروژې استفاده کوي او دا يوه لويه لاسته راوړنه ده. د هېواد جمهوررييس وويل: ژمنه کوم چې ډېر ژر به د صياد ملي پارک د جوړېدو شاهد واوسئ او د بدخشان ټولې محلي ستونزې  هم څېړل کېږي او په دې برخه کې به لازم اقدامات ترسره شي. ده د تخار ولايت د امنيت تامين او د امنيه قوماندان د ټاکلو په برخه کې د هغه ولايت د مشرانو د غوښتنې په اړه وويل:ډېر ژر د هغه ولايت امنيه قوماندان ټاکل کېږي. د دې کتنې په پای کې د هېواد د شمال ولايتونو مشرانو د هېوادجمهوررييس ته يوه چپن ډالۍ کړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha