صفحه اصلی | hiwad | سیاست | ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي

ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ناټو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ناټو سازمان ملکي استازي کورنيليوس زيمرمن سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي زيمرمن د وروستيو ترورېستي پېښو په اړه د ناټو سازمان سرمنشي د ډاډګيرنې ليکلي پيغام جمهور رييس ته وړاندې کړ. هغه زياته کړه: ناټو سازمان په سختو شرايطو کې د افغانستان تر څنګ دی او د دغه سازمان غړي هېوادونه د افغانستان خلکو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.نوموړي وويل: د ناټو سازمان غړي هېوادونه د جمهور رييس غني د رهبرۍ قدرداني کوي او همدارنګه په دغو ځانګړو شرايطو کې د سولې په اړه د جمهور رييس د دې دريځ هرکلى کوي چې يوازې له هغو طالبانو سره به د سولې مذاکرات وشي چې په افغانستان کې د وحشت او جنايتونو پلوي نه کوي او نه هم د وروستيو ترورېستي بريدونو مسووليت مني .هغه زياته کړه: ناټو سازمان او غړي هېوادونه د افغانانو په مالکيت او رهبرۍ د سولې د مذاکراتو ملاتړ کوي او همدارنګه ياد سازمان د ترورېستي ډلو او ګروپونو پر ضد مبارزه کې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو هر اړخيز ملاتړ او مرسته کوي.جمهور رييس غني د افغانستان د خلکو او حکومت په استازيتوب د ناټو سازمان سرمنشي د ډاډګيرنې مننه او له افغانستان سره د ياد سازمان د غړو هېوادونو د همکاريو قدرداني وکړه. هغه وويل: د ترهګرۍ ضد مبارزه د ټولو ګډه مبارزه ده، ځکه دغه شومه پديده د سيمې او نړۍ امنيت او ثبات

تهديدوي.جمهور رييس وويل: سوله د ټولو په ځانګړي ډول د افغانستان د خلکو غوښتنه ده. جنګ زموږ انتخاب نه دى او هغوی چې د سولې پرځای جنګ غواړي، نو امنيتي او دفاعي ځواکونه به يې د جدي مبارزې له لارې وځپي.د هېواد جمهور رييس وويل: د افغانستان امنيتي او دفاعي ځواکونه د سيمې او نړۍ د ثبات په خاطر د ترهګرۍ ضد مبارزه په مېړانه او زړورتيا مخته بيايي. هغه زياته کړه: په دغه مبارزه کې بايد ټول صادقانه ونډه واخلي او د سيمې هېوادونه دې دا درک کړي چې د ترهګرۍ پالنه د هېچا په ګټه هم نه ده.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha