صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د کابل ښار امنىتي پلان په اصولو کې تائىد شو

د کابل ښار امنىتي پلان په اصولو کې تائىد شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کابل ښار امنىتي پلان په اصولو کې تائىد شو

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د وسلوال پوځ د اعلى سرقومندانۍ غونډې پرون له غرمې مخکې د نظامي عملىاتو او د کابل ښار پر امنىتي پلانونو بحث وکړ.

په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنىتي او دفاعي بنسټونو مسوولىنو  په ټول هېواد کې د نظامي عملىاتو د پرمختګونو او په دې برخه کې د لاسته راوړنو په اړه جمهوررييس ته معلومات ورکړل. دغه راز لوړ پوړو امنىتي مسوولىنو د کابل ښار امنىتي پلان جمهوررييس غني ته وړاندې کړ.امنىتي مسوولىنو ووىل، د همغږۍ، انسجام، کشف او استخباراتو، د امنىتي او دفاعي ځواکونو پىاوړتىا، د پولىسو د ځواکونو موثر ځاى پرځاى کول او په دې سکتور کې  هر اړخىز اصلاحات د کابل ښارپه  امنىتي پلان کې شامل دي.غونډې له مفصلو بحثونو وروسته د کابل ښار امنىتي پلان په اصولو کې تائىد کړ او د موثر تحقق په خاطر ىې  لوړپوړو امنىتي مسوولىنو ته لارښوونه وکړه چې د تطبىق په  موخه د ټاکلي زماني چوکاټ په ګډون دې پر جزئىاتو کار وکړي او تر راتلونکو لسو ورځو دې  نهاىي كړي او ولس ته دې واوروي.جمهوررييس او د وسله وال پوځ اعلى سرقوماندان د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د هڅو د قدردانۍ ترڅنګ په هېواد کې د سراسري امنىت د ټىنګښت او د دښمن د شومو پلانونو د دفعې په خاطر امنىتي او دفاعي مسوولىنو ته لازمې لارښوونې وکړې

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha