صفحه اصلی | hiwad | سیاست | امريکا له ولسمشر غني سره د وروستيو پېښو له امله خپله خواخوږي وښوده

امريکا له ولسمشر غني سره د وروستيو پېښو له امله خپله خواخوږي وښوده

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
امريکا له ولسمشر غني سره د وروستيو پېښو له امله خپله خواخوږي وښوده

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني د سلواغې پر ۱۳مه ماښام د امريکا متحدو ايالتونو د جمهور رييس مرستيال مايک پنس سره تلېفوني خبرې وکړې.

په دې تلېفوني خبرو کې مايک پنس  په کابل او ننګرهار کې د وروستيو تروريستي پېښو په اړه د امريکا متحدو ايالتونو او خلکو په استازيتوب خپله خواخوږي او غمشريکي د افغانستان جمهوررييس او خلکو سره  څرګنده کړه.د امريکا متحدو ايالتونو د جمهور رييس مرستيال وويل: په دې سختو شرايطو کې موږ د افغانستان حکومت او خلکو سره اوږه په اوږه ولاړ يوو.هغه د جمهوررييس غني مدبرانه رهبري او ټينګه اراده وستايله او زياته يې کړه: د امريکا متحدو ايالاتونو حکومت او سرتېرې په پياوړې ارادې د افغانستان له خلکو سره مرستي ته چمتو دي.جمهوررييس غني: د امريکا متحدو ايالاتونو د جمهور رييس د مرستيال د خواخوږۍ او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دې هېواد مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل: په کابل کې د سلواغې د اوومې نيټې ترورېستي پېښه د ۲۰۰۱ م کال د سپټمبر د ۱۱ نېټې پېښې ته ورته وه چې دې ډول پېښو د ترورېستي ډلو پر ضد زموږ اراده لا پياوړې کړې ده.د هېواد جمهوررييس وويلک د طالبانو د انتخاب وخت رارسېدلي دي،  چې افغان او مسلمان طالبان بايد وروستۍ تروريستي پېښې وغندي او هغوی چې دا کار نه کوي، ترورېستان دي او د افغانستان دولت له هغو سره مذاکره نه کوي.جمهوررييس د دې تلېفوني تماس په پای کې زياته کړه: د افغانستان حکومت له ترورېستانو سره د جنګ او دغه راز د سولې د ټينګښت او  په هېواد کې د هر اړخيزه اصلاحاتو  پياوړې اراده لري

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha