صفحه اصلی | hiwad | سیاست | د امرىکا د بهرنىو چارو مرستىال وزىرد ترهګرو پر وړاندې د افغان ځواكونو رښتينې مبارزه وستايله

د امرىکا د بهرنىو چارو مرستىال وزىرد ترهګرو پر وړاندې د افغان ځواكونو رښتينې مبارزه وستايله

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د امرىکا د بهرنىو چارو مرستىال وزىرد ترهګرو پر وړاندې د افغان ځواكونو رښتينې مبارزه وستايله

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني د سلواغې په لسمه مازديګر د امرىکا متحدو اىالتونو د بهرنىو چارو مرستىال وزىر جان سولىوان سره وکتل.په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه،

په پىل کې د امرىکا متحدو اىالتونو د بهرنىو چارو مرستىال وزىر د افغانستان حکومت او خلکو ته د وروستىو ترورېستي پېښو په خاطر د خپل هېواد د حکومت او خلکو غمشرىکي او خواخوږي څرګنده کړه وې وىل: تروروېزم د بشرىت دښمن دى او له دې پدېدې سره د افغانستان صادقانه مبارزه د ستاىلو وړ ده.جمهوررييس غني د امرىکا متحدو اىالتونو د حکومت او خلکو د خواخوږۍ قدرداني وکړه وې وىل، په دې حساسو شېبو کې ستاسې راتګ زموږ لپاره ارزښتمن دى.دواړو لورو په ځانګړي ډول د اصلاحاتو، اقتصادي پرمختګونو، ښې حکومتولۍ، له سىمه ىىز ترورېزم سره د مبارزې او د ولسې جرګې او جمهوري رىاست د راتلونکو ټاکنو د چمتووالي په اړه بحث او خبرې وکړې.جمهوررييس غني او د امرىکامتحدو اىالاتونو د بهرنىو چارو وزىر مرستىال د افغانستان او امرىکا متحدو اىالتونو ترمنځ د همکارىو تړون په تطبىق کې پرمختګونه ارزښتناک وبلل او د دې مىثاق د اجراکېدو په برخه کې ىې د ګډې کمېټې کار وستاىه.د ملي ىووالي حکومت اجرائىه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله چې په دې کتنه کې حضور درلود، جان سولىوان او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد په حساسو شېبو کې د نوموړي دا سفر وستاىه. هغه له افغانستان سره د امرىکا متحدو اىالتونو د دوامدارې همکارۍ قدرداني هم وکړه.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha