صفحه اصلی | hiwad | سیاست | يوازې دې زموږ امنيتي او دفاعي ځواكونه د قوې د استعمال مرجع وي

يوازې دې زموږ امنيتي او دفاعي ځواكونه د قوې د استعمال مرجع وي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
يوازې دې زموږ امنيتي او دفاعي ځواكونه د قوې د استعمال مرجع وي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملي پوليسو اکاډمۍ د لسمې دورې د فراغت په مراسمو کې چې د کورنيو چارو وزارت په تالار کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ.

د هېواد جمهور رييس په دغو مراسمو کې د يادې اکاډمۍ فارغانو ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ وويل: تاسې د افغانستان رښتيني بچيان، د هېواد د راتلونکي مسوول او خاوندان ياست. هر مور، پلار، ماشوم او سپين ږيرى بايد باوري وي چې تاسې يې ځان او مال ساتئ. جمهوررييس له هغو ميندو او پلرونو څخه په مننې چې خپل اولادونه د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو ليکو ته استوي وويل: تاسې د ملي پوليسوپه ليکو کې له وطن سره د خپلو والدينو د مينې له برکته راغلي ياست چې دا مينه د هېواد د ابادۍ لامل کېږي. ده دې ته په اشارې چې د پوليسو ژبه بايد د اساسي قانون ژبه او د هېواد ملي تعهد وي زياته کړه، ستاسې جمهوررييس خپل مصئونيت کوم قوم، قبيلې او يا ګوند ته نه سپاري، بلکې د هېواد امنيتي او دفاعي قواوو ته  يې سپاري. زه پر تاسې ټولو باور لرم. جمهوررييس غني وويل: تاسې چې د فراغت ډيپلومونه اخلئ او د افغانستان د خدمت ژمنه کوئ، زما له سترګو اوښکې بهېږي چې دا د وياړ او عزت اوښکې دي. جمهوررييس وويل، زموږ ستونزه د پوليسوپه انګېزه کې نه ده، ځکه پوليس د هېواد خدمت ته ژمن دي، ستونزه په هغو جوړښتونوکې ده چې له پخوا څخه وجود لري او زه د کورنيو چارو وزير د اصلاحي پلان بشپړ ملاتړ کوم. محمداشرف غني زياته کړه، زموږ موخه د قانون د حاکميت له لارې تلپاتې ثبات دى، ځکه ثبات په هېواد کې د مرمۍ له لارې نه راځي، بلکې پر پوليسو له باوره رامنځته کېږي. جمهوررييس څرګنده کړه، ثبات د قانون په حاکميت او د اساسي قانون په تطبيق سره رامنځته کېږي او اصلاحات سليقوي نه، بلکې د افغانستان د ملي ګټو د ساتنې لپاره دي. جمهوررييس په ټينګار سره وويل: زموږ تعهد دا دى چې زموږ امنيتي او دفاعي قواوې يوازې د قوى د استعمال مرجع وي. ده زياته کړه، د هېواد هوايي ځواک درى برابره کېږي او زموږ  کومانډو ځواکونه دوه برابره شوي او دا کار د دې زمينه برابروي، چې د پوليسو تمرکز د قانون پر نافذولو وي. د هېواد جمهوررييس وويل: دکورنيو چارو وزارت ته لارښوونه کوم چې له دې وروسته دې د ځوانو، لوړ رتبه  او عالي افسرانو ټولې ذاتي چارې تعيينات، تبديلۍ، اجراات او ترفيعات د افسرانو د ذاتي چارو قانون مطابق ترسره شي. ده زياته کړه: څوک چې په واسطه مقررېږي، له سنګره تښتي او چې د پيسو په بدل کې مقرر شوي وي، غلا کوي چې دا حالت خلکو ته د منلو وړ نه دي. جمهوررييس همداراز د ملي شورا له غړو وغوښتل چې د افرادو د مقررۍ لپاره دې وزارتونو ته نه ورځي  او که دا کار وکړي، نوثبت او په ټلوېزيونونو کې دې خپور شي. په دغو مراسمو کې د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک هم خبرې وکړې وې ويل: د پوليسو ملي اکاډمۍ څخه سږ کال ۴۴۶ تنه فارغ شوي او په دغو مراسمو کې د جمهوررييس او د وسله وال پوځ د اعلى سرقومندان حضور د فارغينو او د پوليسو ټولو منسوبينو د هڅونې لامل دى. ده زياته کړه، کورنيو چارو وزارت متفاوت لوري ته روان دى او موږ د څلور کلنې ستراتيژۍ جامع تدوين پيل کړى او تر راتلونکې يوې اوونۍ پورې يې جمهوررييس ته وړاندې کوو. د کورنيو چارو وزير وويل، ياده ستراتيژي په دوو اساسي محورونو کې طرحه شوې چې د پوليسو انکشاف او په کورنيو چارو وزارت کې ساختاري اصلاحات او نظام جوړونه ده. ويس احمد برمک دې ته په اشارې چې کورنيو چارو وزارت هڅه کوي اساسي بنسټ کېښودل شي او دغه وزارت خپلې اصلي دندې ته وروګرځي، ډاډ ورکړ چې پوليس بې پرې دي او د قانون په  چوکاټ کې به خپله دنده مخ ته يوسي. د کورنيو چارو وزير په دغه وزارت کې د جنډر پر برابرۍ ټينګار وکړ وې ويل، په دې وروسيتو کې د پاسپورت په رياست کې د ۴۵ تنو نويو ګومارل شويو کارکوونکو څخه ۱۴ تنه يې ښځينه دي او په دغه وزارت کې به د ښځو لپاره زيات کاري فرصتونه برابر شي. د کورنيو چارو وزارت پېژندوال پاسوال عبدالجبار پُردلي، د پوليسو اکاډمۍ ۴۴۶ تنو فارغينو ته د دوهم څارن رتبې او يو کال قدم په اړه د کورنيو چارو وزير امريه ولوست. شرف الدين د دغې اکاډمۍ د فارغينو په استازيتوب خبرې وکړې او د وسله وال پوځ د اعلى سرقومندان له حضور څخه د مننې ترڅنګ يې وويل، هېواد ته د خدمت او د مځکنۍ بشپړتيا او ملي ناموس د ساتنې په لاره کې به هېڅ راز هڅې ونه سپموي. ده د ټولو فارغانو په استازيتوب جمهوررييس او د کورنيو چارو وزارت رهبرۍ ته ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دندې به په صداقت، وفادارۍ او له ستومانۍ پرته  ترسره کړي. په دغو مراسمو کې په فرهنګي چارو کې د جمهوررييس سلاکار اسدالله غضنفر د يادې اکاډمۍ ممتازو فارغينو هر يو نصير احمد، عبدالرحيم او فهيم ته د مډالونو د ورکړې په اړه د جمهوررييس فرمان ولوست. په پاى کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس او د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک نويو ممتازو فارغينو ته مډالونه او ډيپلومونه ورکړل.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha