صفحه اصلی | hiwad | سیاست | جمهور رييس غني د افغانستان لپاره د چين د نوي سفير باور ليک ومانه

جمهور رييس غني د افغانستان لپاره د چين د نوي سفير باور ليک ومانه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د افغانستان لپاره د چين د نوي سفير باور ليک ومانه

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني پرون له غرمکې دځانګړو مراسمو په ترڅ کې د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت د نوي سفيرباور ليک ومانه.د جمهور ريېس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، د چين ولسي جمهوريت نوي سفير جمهور رييس غني ته د خپل هېواد د رهبرۍ د نېکو هيلو ترڅنګ خپل باور ليک هم وړاندې کړ او په افغانستان کې  يې پر خپل ماموريت خوښي وښوده.د هېواد جمهوررييس محمد اشرف غني د چين نوي سفير ته د نوي ماموريت  مبارکي وويله او چين يې د افغانستان دوست او همېشنى همکار وباله. هغه  په تېرو کلونو کې له افغانستان سره  په بېلابېلو برخو کې د ياد هېواد د همکاريو قدرداني هم وکړه. جمهوررييس هيله څرګنده کړه چې، د چين  هېواد د نوي سفيرپه نوي ماموريت سره به د افغانستان او چين جمهوريت اړيکې لا پراختيا ومومي چې په ترڅ کې به يې د پانګونې او د اقتصادي ودې ښې زمينې هم برابرې شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha