صفحه اصلی | hiwad | سیاست | هېڅ ځواک د افغانستان د ملي هدف مخه نشي نيولی!

هېڅ ځواک د افغانستان د ملي هدف مخه نشي نيولی!

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هېڅ ځواک د افغانستان د ملي هدف مخه نشي نيولی!

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني وايي، افغانان په اساسي قانون باندې د ولاړ سياسي نظام غوښتونکی دی او هېڅ ځواک نشي کولی، چې ملي هدف ته د رسېدو په لار کې د هېواد مخه ونيسي. ښاغلي غني چې پرون د شنبې په ورځ يې په کابل کې د (( خان سټيل )) د اوسپنې ويلي کولو فابريکې د پرانيستلو په مراسمو کې خبرې کولې وويل، اوس دا وخت رسېدلی چې د بحران د پای ته رسولو لپاره ټول اړخونه چمتووالی

ونيسي. ښاغلي غني وويل : (( ولس د افغانستان نظام غواړي، خصوصي سکتور، پيغله او ځوان هغه نظام غواړي چې په اساسي قانون استوار او د دوی په خدمت کې وي، هېڅ قدرت په دې خاوره کې نشته چې د افغانستان د ملي هدف مخه ونيسي.)) ولسمشر غني زياته کړه، که له يوې خوا ځينې کسان د غلا، مځکو غصب او دې ته ورته نامشروعو لارو څخه بيت‌المال لوټوي، خو له بلې خوا داسې کسان هم شته، چې د ملي ګټو په پام کې نيولو سره په افغانستان کې د مشروعې پانګونې له لارې پيسې ګټي او ترڅنګ يې خلکو ته د کار زمينه هم برابروي. افغان ولسمشر ټينګار وکړ، چې حکومت يې د پانګوالو او صنعتکارانو هراړخيز ملاتړ ته چمتو دی. که څه هم ښاغلي غني په څرګند ډول د چا نوم وانه خيست، خو له هغه وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال خان جان الکوزي له ولسمشر غني څخه وغوښتل، چې افغانستان له سياسي ننګونو څخه بهر کړي. ښاغلي الکوزي وويل، خصوصي سکتور د افغان حکومت له پروګرامونو څخه ملاتړ کوي او زياته يې کړه، کومې مغرضې کړۍ چې شخصي ګټې يې په خطر کې دي، هڅه کوي چې حکومت له سياسي ننګونو سره مخ کړي. هغه ولسمشر غني ته په خطاب وويل : (( د افغانستان خلک يې پېژني چې افغانستان چا وران کړ او جوړوي يې څوک، افغانستان ته څوک خدمت کوي او څوک خپل جيب ته خدمت کوي... موږ خلک وليدل چې هرڅه يې په خپلو کورونو کې تقسيمول، اوس هماغه په تکليف دي او هماغه په عذاب دي، خصوصي سکتور ستا شا ته ولاړ دی، له سياسي ننګونو څخه دا ملک وباسه.)) د افغانستان ولسمشر پرون په کابل کې د (( خان سټيل )) په نوم د اوسپنې د ويلې کولو لومړنۍ خصوصي فابريکه پرانيستله. ښاغلي غني د دغې فابريکې د پرانيستلو په مراسمو کې، د افغانستان د اوسپنې ويلې کولو صنعت ته په اشارې وويل، سره له دې چې افغانستان د اوسپنې بې‌سارې طبيعي زيرمې لري، خو بيا هم هېواد هر کال ۵،۳ زره ټُنه اوسپنه له بهر څخه واردوي. د ښاغلي غني پر وينا، افغانستان تر دوه ميليارد ټُنو د اوسپنې طبيعي زيرمې لري او له افغان صنعتکارانو څخه يې وغوښتل، چې د اوسپنې د استخراج لپاره په ګډه يو پلان ترتيب او له هغه سره يې شريک کړي. په افغانستان کې اوسمهال د اوسپنې د ويلې کولو شپږ فابريکې فعاليت کوي، چې په روان لمريز کال کې يې د توليداتو کچه ۲۲۰ زره ټُنو ته رسېدلې ده.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha